Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 7:47 - Pakistani Yousafzai Pashto

47 فريسيانو ورته ووئيل چې، ”ولې هغۀ تاسو هم بې‌لارې کړئ څۀ؟

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 7:47
8 Iomraidhean Croise  

بادشاه داسې وائى چې حزقياه مو دوکه نۀ کړى. حزقياه تاسو زما د لاس نه نۀ شى بچ کولے.


تر دې پورې چې بادشاه تاسو بيا په يو داسې مُلک کښې آباد کړى لکه چې ستاسو خپل وى، چې هلته د انګورو باغونه وى چې تاسو له مے درکوى او چې هلته د روټۍ تيارولو دپاره غله وى، هغه د زيتُونو د ونو، د زيتُونو تېلو او د شاتو مُلک دے. کۀ تاسو هغه څۀ کوئ چې څۀ حُکم يې درکوى، نو تاسو به نۀ مرئ او ژوندى به يئ. حزقياه مو چې دوکه نۀ کړى چې درته ووائى چې مالِک خُدائ به مو بچ کړى.


نو حزقياه دې ته مۀ پرېږدئ چې دوکه مو کړى يا چې په داسې غلطه لار مو بوځى. په هغۀ باندې اعتبار مۀ کوئ. د يو قوم خُدائ هم خپل خلق د اسور د يو بادشاه نه نۀ دى بچ کړى. نو بې‌شکه ستاسو دا خُدائ هم تاسو نۀ شى بچ کولے.“


هغۀ ورته په جواب کښې وفرمائيل چې، ”دا تاسو څۀ کوئ چې د خپلو رواياتو د خاطره د خُدائ پاک حکم ماتوئ؟


او وې وئيل چې، ”صاحبه، مونږ ته ياد دى چې هغه فريبى چې لا ژوندے وو نو وئيلى يې وُو چې زۀ به په درېمه ورځ پورته کړے شم.


او په ګڼه کښې د هغۀ په حقله ګنګوسے روان وو. چا به وئيل چې، ”هغه ښۀ سړے دے،“ خو ځينو به وئيل چې، ”نه، هغه خلق بې‌لارې کوى.“


مونږ په هر حالت کښې په عزت او بې‌عزتۍ، په بدنامۍ او په نېک نامۍ کښې د خُدائ پاک خِدمت کوُو. اګر کۀ دوئ مونږ دوکه باز ګڼى خو بيا هم رښتينى يُو،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan