Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 7:42 - Pakistani Yousafzai Pashto

42 ولې صحيفې دا نۀ فرمائى چې مسيح به د داؤد د خاندان او د بيت‌لحم نه راځى، د هغه کلى نه چې داؤد په کښې اوسېدلے وو؟“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 7:42
17 Iomraidhean Croise  

د هغۀ دوېم زوئ ساما چا چې د بيت‌لحم ښار جوړ کړے وو او د هغۀ درېم زوئ خارف چا چې د بيت‌جادر ښار جوړ کړے وو.


مالِک خُدائ د خپل خِدمتګار داؤد سره قسم وکړو يو داسې پوخ قسم چې هغه به نۀ ماتوى، ”چې زۀ به يو کس ستا د نسل نه ستا په تخت کښېنوم.


زۀ به ستا بچى د تل دپاره بادشاهان مقرر کړم، زۀ به ستا تخت نسل در نسل قائم ساتم.“


د يَسى مونډ به راوټوکيږى، او د هغې د جرړو نه به څانګه راوخېژى.


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”هغه ورځې راتلونکې دى چې، زۀ به د داؤد په نسل کښې يوه صادقه څانګه راپورته کړم او بادشاه به يې کړم، او هغه به په هوښيارتيا سره حکومت کوى. او هغه به په مُلک کښې صداقت او اِنصاف قائم کړى.


خو تۀ، اے د بيت‌لحم اِفراته، اګر کۀ تۀ د يهوداه په قبيلو کښې وړه يې، خو تا نه به ما دپاره هغه راشى څوک چې به د اِسرائيل سردار وى، د هغۀ نسب زوړ دے، او د پخوانۍ زمانې نه راروان دے.


د عيسىٰ مسيح نسب‌نامه، نسل د داؤد، نسل د اِبراهيم.


هغوئ ووئيل چې، ”د يهوديه په بيت‌لحم کښې.“ او هغوئ د هغې پېشګويۍ حواله ورکړه چې په کښې د نبى په وسيله ليکلے شوى دى چې،


”اے د يهوداه د زمکې بيت‌لحم ښاريې. تۀ د يهوداه په لويو ښارونو کښې هيڅکله هم ورکوټې نۀ يې، ځکه چې ستا نه به هغه سردار راوځى چې زما د خلقو بنى اِسرائيلو شپون به وى.“


نن د داؤد په ښار کښې ستاسو خلاصونکے پېدا شوے دے چې هغه مسيح مالِک دے.


نو دغه شان يوسف هم د ګليل د ناصرت نه يهوديه ته لاړو چې د داؤد په ښاريه بيت‌لحم کښې خپل نوم وليکى ځکه چې هغه د داؤد د خاندان نه وو.


خو مونږ ته پته ده چې دا سړے د کوم ځائ دے خو هر کله چې مسيح راشى نو هيچا ته به پته نۀ وى چې د کوم ځائ دے.“


بيا مالِک خُدائ سموئيل ته وفرمائيل، ”تۀ به تر کومې پورې په ساؤل پسې خفګان کوې؟ هغه ما په بنى اِسرائيلو باندې د بادشاهۍ دپاره نامنظوره کړے دے. نو د زيتُونو لږ تېل واخله او بيت‌لحم ته لاړ شه هغه سړى له چې نوم يې يَسى دے، ځکه چې ما د هغۀ د زامنو نه يو کس خوښ کړے دے چې بادشاه شى.“


يو نوکر يې ووئيل، ”د بيت‌لحم د ښار، د يَسى يو زوئ دے هغه په موسيقۍ کښې ښۀ ماهِر دے. هغه تکړه او ښائسته سړے دے، هغه يو ښۀ فوجى او تقرير کوونکے دے. مالِک خُدائ د هغۀ مل دے.“


سموئيل هم هغه شان وکړل چې څۀ ورته مالِک خُدائ فرمائيلى وُو او بيت‌لحم ته لاړو، هلته د ښار مشران په يره يره کښې د هغۀ سره مِلاوېدو دپاره راغلل او تپوس يې ترې نه وکړو، ”د امن په نيت راغلے يې کۀ نه؟“


ساؤل ترې نه تپوس وکړو، ”زلميه، تۀ د چا زوئ يې؟“ داؤد ورته وفرمائيل، ”زۀ د بيت‌لحم نه ستا د خِدمت کوونکى يَسى زوئ يم.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan