Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 7:41 - Pakistani Yousafzai Pashto

41 چا ووئيل چې، ”دا مسيح دے،“ او ځينو ووئيل چې، ”ولې مسيح به د ګليل نه راځى څۀ؟

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 7:41
11 Iomraidhean Croise  

اول کار چې هغۀ وکړو هغه دا وو چې خپل ورور شمعون يې وموندلو او هغۀ ته يې ووئيل چې، ”مونږ مسيح موندلے دے.“


نتنى‌ايل په حېرانتيا تپوس وکړو چې، ”ناصرت، ولې په ناصرت کښې هم ښۀ څيز پېدا کېدے شى څۀ؟“ فيليپوس جواب ورکړو، ”راشه او په خپله يې وګوره.“


بيا نتنى‌ايل ووئيل، ”اُستاذه. تۀ د خُدائ پاک زوئ يې او تۀ د بنى اِسرائيلو بادشاه يې.“


ښځې جواب ورکړو، ”زۀ پوهېږم چې مسح کړے شوے، يعنې مسيح راتلونکے دے. هر کله چې هغه راشى نو هغه به مونږ ته هر څۀ بيان کړى.“


”راشئ، يو داسې سړے ووينئ چې ما څۀ کړى وُو هغه ټول يې راته ووئيل. کېدے شى چې دا مسيح وى؟“


او هغوئ هغه ښځې ته ووئيل چې، ”مونږ صرف ستا د وينا په وجه په دۀ ايمان نۀ دے راوړے، ځکه چې مونږ اوس په خپله د هغۀ واورېدل او مونږ ته پته ولګېده چې دے په حقيقت کښې د دُنيا خلاصونکے دے.“


زمونږ په تا ايمان دے او زمونږ په دې ايمان دے چې تۀ د خُدائ پاک قُدوس يې.“


خو مونږ ته پته ده چې دا سړے د کوم ځائ دے خو هر کله چې مسيح راشى نو هيچا ته به پته نۀ وى چې د کوم ځائ دے.“


خو په ګڼه کښې ډېرو په هغۀ ايمان راوړو او هغوئ وئيل چې، ”کله چې مسيح راشى نو ولې هغه به د دې کس نه زياتې معجزې وکړى څۀ؟“


هغوئ جواب ورکړو، ”تۀ هم ګليلى يې څۀ؟ وګوره او صحيفې ولوله، نو تۀ به په خپله خبر شې چې يو نبى هم د ګليل نه نۀ راځى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan