Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 7:40 - Pakistani Yousafzai Pashto

40 کله چې هغوئ د هغۀ دا خبرې واورېدې په ګڼه کښې ځينو ووئيل، ”يقيناً چې دا هغه پېغمبر دے د چا چې مونږ په طمع يُو.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 7:40
6 Iomraidhean Croise  

او ګڼې ورته جواب ورکړو چې، ”د ګليل د ناصرت نه دا عيسىٰ پېغمبر دے.“


نو هغوئ ترې تپوس وکړو چې، ”نو تۀ بيا څوک يې؟ تۀ الياس يې څۀ؟“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”نه، زۀ هغه نۀ يم.“ ”تۀ هغه نبى يې څۀ چې مونږ يې په اِنتظار کښې يُو؟“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”نه.“


ښځې هغۀ تۀ ووئيل، ”مالِکه، ما ته ښکارى چې تۀ نبى يې.


کله چې خلقو دا معجزه وليدله چې عيسىٰ وکړه هغوئ يو بل ته ووئيل، ”يقيناً دا هغه پېغمبر دے کوم چې دُنيا ته راتلونکے وو.“


او په ګڼه کښې د هغۀ په حقله ګنګوسے روان وو. چا به وئيل چې، ”هغه ښۀ سړے دے،“ خو ځينو به وئيل چې، ”نه، هغه خلق بې‌لارې کوى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan