34 تاسو به زما لټون کوئ خو ما به پېدا نۀ کړئ او چرته چې به زۀ يم هلته به تاسو نۀ شئ راتلے.“
کله چې هغوئ خپلو رَمو او څاروو سره د مالِک خُدائ لټون له راځى، نو هغوئ به يې پېدا نۀ کړے شى ځکه چې هغۀ دوئ پرېښى دى.
خو بېشکه زۀ تاسو ته دا وايم چې تاسو به تر هغه وخته ما ونۀ وينئ ترڅو چې دا ونۀ وايئ چې، مبارک دے هغه څوک چې د مالِک خُدائ په نوم راځى.“
او کۀ زۀ لاړ شم او تاسو له ځائ تيار کړم نو زۀ به په خپله بيا راشم او تاسو به د ځان سره بوځم، نو چې چرته زۀ يم هلته به تاسو هم يئ.
عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”زۀ لار يم، زۀ حق يم او زۀ ژوندون يم. هيڅوک هم زما د وسيلې نه بغېر پلار له نۀ شى راتلے.
اے پلاره، هغه خلق څوک چې تا ما له راکړى دى زۀ غواړم چې دوئ هم ما سره وى چرته چې زۀ يم، چې دوئ زما لوئى ووينى کومه چې تا ما له راکړې ده ځکه چې تا د دُنيا د پېدا کېدو نه مخکښې ما سره مينه کړې ده.
د هغۀ د دې وينا نه مطلب څۀ دے چې، تاسو به زما لټون کوئ خو ما به پېدا نۀ کړئ او چرته چې به زۀ يم هلته به تاسو نۀ شئ راتلے؟“