3 نو د هغۀ خپلو وروڼو هغۀ ته ووئيل چې، ”تۀ دا علاقه پرېږده او يهوديه ته لاړ شه نو چې ستا مريدان هغه لوئ کارونه چې تۀ يې کوې، ووينى.
نو اوس راځئ، چې وې وژنو او په يو اوچ کوهى کښې يې وغورزوو. مونږ به وايو چې هغه يو ځنګلى ځناور خوړلے دے. بيا به مونږ وګورو چې د هغۀ د خوبونو څۀ نتيجه راوځى.“
تر دې چې ستا وروڼه، او ستا د خپل خاندان خلق ستا مخالفت کوى. هغوئ ستا خلاف شکايتونه کوى. په هغوئ باور مۀ کوه، کۀ څۀ هم چې هغوئ ستا ښۀ وائى.“
عيسىٰ لا د خلقو سره په خبرو لګيا وو چې د هغۀ خپله مور او وروڼه بهر ولاړ وُو او غوښتل يې چې د هغۀ سره خبرې وکړى.
هر کله چې د هغۀ خاندان دا واورېدل نو هغوئ لاړل چې د هغۀ مخه ونيسى ځکه چې خلقو وئيل چې، ”هغه په خود کښې نۀ دے.“
بيا د عيسىٰ مور او وروڼه راغلل او بهر ولاړ وُو او د هغۀ د رابللو دپاره يې څوک ورولېږل.
بيا د عيسىٰ مور او وروڼه راغلل خو د ګڼې له کبله هغۀ ته ورونۀ رسېدل.
چا هغۀ ته ووئيل چې، ”ستا مور او وروڼه بهر ولاړ دى، هغوئ تا سره مِلاوېدل غواړى.“
او عيسىٰ او د هغۀ مريدان هم وادۀ ته رابللے شوى وُو.
کله چې د هغۀ ډېرو مريدانو دا خبرې واورېدې هغوئ ووئيل چې، ”دا تعليم سخت دے، څوک دا منلے شى؟“
په دې وجه د عيسىٰ ډېر مريدان د هغۀ نه واوړېدل او نور د هغۀ سره نۀ ګرځېدل.
خو کله چې د عيسىٰ وروڼه اختر له لاړل نو هغه په خپله هم لاړو، خو په ښکاره نه بلکې په پټه.
ځکه څوک چې غواړى چې مشهور شى نو هغه پټ کارونه نۀ کوى. کۀ چرې تۀ دا کارونه کوې نو دُنيا ته ځان څرګند کړه.“
ځکه چې د هغۀ خپلو وروڼو هم په هغۀ باندې ايمان نۀ ساتلو.
بيا پطروس د نورو يوولسو تنو سره پاڅېدو او په اوچت آواز يې ګڼې ته بيان وکړو، ”اے يهوديانو ملګرو او د يروشلم اوسېدونکو، څۀ چې زۀ وايم هغه غور سره واورئ.
د داؤد مشر ورور اِلياب د داؤد خبرې واورېدلې چې د سړو سره يې کولې. هغه داؤد ته سخت غصه شو او ورته يې ووئيل، ”تۀ دلته څۀ کوې؟ ستا د ګډو خيال څوک ساتى چې کومې په بيابان کښې دى؟ ما ته پته ده چې تۀ څومره مغروره يې او ستا په زړۀ کښې څومره فساد دے. تۀ صِرف د جنګ ليدو له راغلے يې.“