Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 7:27 - Pakistani Yousafzai Pashto

27 خو مونږ ته پته ده چې دا سړے د کوم ځائ دے خو هر کله چې مسيح راشى نو هيچا ته به پته نۀ وى چې د کوم ځائ دے.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 7:27
14 Iomraidhean Croise  

د يَسى مونډ به راوټوکيږى، او د هغې د جرړو نه به څانګه راوخېژى.


هغه په دروغه مجرم وګرځولے شو او بوتلے شو. او هيچا د دې پرواه ونۀ ساتله چې هغه بې‌اولاده مړ شو، او هغه د ژوندو د زمکې نه لرې کړے شو. خو هغه زما د خلقو د ګناه په وجه ووژلے شو.


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”هغه ورځې راتلونکې دى چې، زۀ به د داؤد په نسل کښې يوه صادقه څانګه راپورته کړم او بادشاه به يې کړم، او هغه به په هوښيارتيا سره حکومت کوى. او هغه به په مُلک کښې صداقت او اِنصاف قائم کړى.


د هغوئ مشر به د هغوئ د خپل قوم نه وى، او د هغوئ مشر به د هغوئ د خپلو خلقو نه وى. زۀ به هغه خپل ځان ته نزدې کړم او هغه به ما له راشى، ځکه چې څوک دا جرأت کولے شى چې نابللے راشى؟ دا د مالِک خُدائ فرمان دے.


خو تۀ، اے د بيت‌لحم اِفراته، اګر کۀ تۀ د يهوداه په قبيلو کښې وړه يې، خو تا نه به ما دپاره هغه راشى څوک چې به د اِسرائيل سردار وى، د هغۀ نسب زوړ دے، او د پخوانۍ زمانې نه راروان دے.


دا هغه ترکاڼ نۀ دے، د مريمې زوئ، د يعقوب، د يوسف، د يهوداه او د شمعون ورور نۀ دے څۀ؟ او ولې د دۀ خوېندې دلته مونږ سره نۀ دى؟“ دغه شان هغوئ دے قبول نۀ کړو.


هغوئ ټولو د هغۀ صِفت وکړو او د هغۀ د خولې نه د داسې برکتناک کلام په اورېدو حېران شول. هغوئ ووئيل چې، ”ولې دا د يوسف زوئ نۀ دے څۀ؟“


هغوئ ووئيل، ”ولې دا عيسىٰ د يوسف زوئ نۀ دے چې مونږ يې مور او پلار پېژنو، نو بيا څنګه هغه وائى چې زۀ د آسمان نه راکوز شوے يم؟“


يهوديان حېران شول او وې وئيل، ”دې سړى څنګه دومره عِلم حاصل کړو سره د دې چې دۀ خو تعليم نۀ دے کړے؟“


مونږ ته پته ده چې خُدائ پاک د موسىٰ سره خبرې کړې وې خو د دې سړى نه خبر نۀ يُو چې دے د کومه راغلے دے.“


هغه سپک کړے شو او ورسره اِنصاف ونۀ شو. او څوک به د هغۀ د نسل بيان وکړى؟ ځکه چې د هغۀ ژوند د زمکې نه ختم کړے شو.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan