24 په ظاهرى صورت فېصله مۀ کوئ بلکې په اِنصاف سره فېصله کوئ.“
”ترڅو پورې به تاسو په بېاِنصافۍ سره فېصلې کوئ، ترڅو پورې به تاسو د بدکارو طرفدارے کوئ؟
بدعمله کس پرېښودل، او بېګناه له سزا ورکول، مالِک خُدائ د دې دواړو کارونو نه نفرت کوى.
هوښياران هم داسې وائى، د عدالت کولو په وخت کښې د چا طرفدارى په کار نۀ ده.
خو د رشوت په وجه تاسو مجرمان آزادوئ او د بېګناه خلقو حقُونه خورئ.
د عدالت په فېصلو کښې د بېاِنصافۍ نه کار مۀ اخلئ، چې د يو غريب طرفدارى وکړئ يا د مالدار کس نه يرېږئ، د خپل ګاونډى سره اِنصاف کوئ.
”دا مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، په رښتيا سره اِنصاف کوئ، يو بل سره رحم او مينه کوئ.
په دې باندې د يروشلم څۀ خلقو دا وينا شروع کړه، ”ولې دا هغه سړے نۀ دے چې هغوئ يې د وژلو کوشش کوى؟
تاسو په انسانى بنياد فېصلې کوئ خو زۀ د هيچا فېصله نۀ کوم.
تاسو صرف ظاهرى څيزونو ته ګورئ. کۀ ستاسو په ځان دا باور وى چې تاسو د مسيح يئ، نو مونږ هم ستاسو په شان د مسيح يُو.
اے زما وروڼو او خوېندو، کۀ چرې ستاسو زمونږ په مالِک عيسىٰ مسيح ايمان وى څوک چې د جلال مالِک دے، نو بيا تاسو څنګه طرفدارى کولے شئ؟
نو ولې دا تاسو په خپل مينځ کښې طرفدارى ونۀ کړه؟ او تاسو د بدنېتۍ منصفان نۀ شوئ؟
خو کۀ چرې تاسو طرفدارى کوئ نو ګناه کوئ او د شريعت په مطابق مجرمان يئ.