Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 7:23 - Pakistani Yousafzai Pashto

23 کۀ تاسو د سبت په ورځ ماشوم سنتوئ د دې دپاره چې د موسىٰ شريعت مات نۀ شى نو بيا تاسو زما نه په دې وجه ولې خفه يئ چې ما د سبت په ورځ د يو سړى پوره بدن روغ کړو؟

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 7:23
9 Iomraidhean Croise  

تاسو خامخا د سبت ورځ منئ، ځکه چې دا ستاسو دپاره مقدسه ده. چې څوک هم دا نۀ منى او په هغه ورځ کار کوى، نو هغه دې ووژلے شى. او څوک چې په هغه ورځ باندې کار کوى نو هغه به د بنى اِسرائيلو نه نۀ شى ګڼلے.


هلته يې يو سړے وليدو چې لاس يې اوچ شوے وو او هغه خلقو د عيسىٰ نه تپوس وکړو چې، ”ولې د سبت په ورځ روغول روا دى څۀ؟“ ځکه چې هغوئ په دۀ د اِلزام لګولو بهانه لټوله.


خو کله چې فريسيانو دا وليدل نو هغۀ ته يې ووئيل چې، ”ګوره، ستا مريدان داسې کار کوى چې د سبت په ورځ ناروا دے.“


او تاسو په شريعت کښې دا نۀ دى وئيلى چې د خُدائ په کور کښې اِمامانو د سبت ورځ ماته کړه او هغوئ پرې ګناه ګار نۀ شُو.


نو يهوديانو هغه روغ کړے شوى سړى ته ووئيل، ”دا د سبت ورځ ده. په شريعت کښې د سبت په ورځ تا ته د خپلې بسترې د وړلو اجازت نشته.“


عيسىٰ جواب ورکړو، ”ما يوه معجزه وکړله او تاسو ټول حېران شوئ.


ځينو فريسيانو ووئيل چې، ”دا سړے د خُدائ پاک د طرفه نۀ دے ځکه چې د سبت د ورځې احترام نۀ کوى.“ خو نورو ووئيل چې، ”يو ګناه ګار سړے څنګه داسې معجزه کولے شى؟“ او په هغوئ کښې اختلاف پېدا شو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan