Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 7:20 - Pakistani Yousafzai Pashto

20 ګڼې جواب ورکړو، ”په تا پيريان ناست دى. څوک ستا د وژلو کوشش کوى؟“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 7:20
11 Iomraidhean Croise  

د شاګرد دپاره دا کافى ده چې د اُستاذ په شان شى او نوکر د خپل مالِک په شان. کۀ د يو کور مالِک ته بعلزبول وئيلے شى نو د هغۀ د کور کسان به د دې نه هم په خراب نوم ياد کړے شى.


خو کله چې فريسيانو دا واورېدل نو هغوئ ووئيل چې، ”دا سړے د پيريانو د سردار بعلزبول په مدد پيريان شړى.“


خو فريسيانو ووئيل چې، ”د پيريانو د سردار په مدد دے پيريان شړى.“


عيسىٰ دا ځکه وفرمائيل چې هغوئ وئيل چې، ”دے پيريانو نيولے دے.“


په هغوئ کښې ډېرو وئيل چې، ”په دۀ پيريان ناست دى او دے پاګل دے، ولې تاسو دۀ ته غوږ ږدئ؟“


يهوديانو جواب ورکړو چې، ”ولې زمونږ دا وينا رښتيا نۀ ده چې تۀ سامرى يې او په تا پيريان ناست دى؟“


عيسىٰ وفرمائيل چې، ”په ما پيريان نۀ دى ناست. خو زۀ د خپل پلار عزت کوم خو په دې تاسو ما بې‌عزته کوئ.


يهوديانو هغۀ ته ووئيل چې، ”اوس زمونږ پوره يقين دے چې په تا پيرے ناست دے. اِبراهيم خو وفات دے او نبيان هم وفات شوى دى او بيا هم تۀ وائې چې، کۀ څوک زما په کلام عمل وکړى نو هغه به هيڅکله نۀ مرى.


لا پولوس په خپله صفائى کښې خبرې کولې چې فِستوس په اوچت آواز ووئيل چې، ”پولوسه، تۀ ليونے يې، ستا ډېر عِلم تۀ ليونے کړے يې.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan