هلته به يو لوئ سړک وى، چې نوم به يې ”د پاکوالى لار“ وى. ناپاک خلق به په دې باندې سفر نۀ کوى، ځکه چې دا لار صرف هغه خلقو دپاره مخصوص شوې ده کوم چې په نېغه لار ځى، او کم عقل خلق به په دې لار نۀ شى تلے.
ډېر قومونه به راشى او وائى به، ”راځئ چې بره د مالِک خُدائ غر ته لاړ شُو، د يعقوب د خُدائ پاک کور ته. هغه به مونږ ته خپلې طريقې وښائى، نو چې مونږ د هغۀ په لار روان شُو.“ شريعت به صيون نه راوځى، او د خُدائ پاک کلام به د يروشلم نه راشى.
دا يهوديان د تِسالونيکيه د يهوديانو په نسبت آزاد خياله وو، ځکه چې هغوئ کلام ډېر په اخلاص قبول کړے وو او هره ورځ به يې د صحيفو په لوستلو غور کولو ترڅو په دې پوهه شى چې د هغوئ تعليم صحيح دے او کۀ نه.