16 عيسىٰ جواب ورکړو، ”زما تعليم زما نۀ دے، بلکې دا د هغه چا دے چې زۀ يې رالېږلے يم.
په دې ستاسو باور نشته چې زۀ په پلار کښې يم او پلار په ما کښې دے؟ زۀ چې کومې خبرې تاسو ته کوم هغه زۀ د خپل ځان نه نۀ کوم، خو دا پلار دے چې په ما کښې اوسى او زما په وسيله خپل کار کوى.
څوک چې ما سره مينه نۀ کوى هغه زما په کلام عمل نۀ کوى، او دا کلام چې تاسو يې اورئ دا زما نۀ دے بلکې دا د پلار کلام دے چا چې زۀ رالېږلے يم.
ما ستا پېغام هغوئ له ورکړے دے او دُنيا هغوئ نه نفرت کوى ځکه چې هغوئ د دُنيا نۀ دى لکه څنګه چې زۀ د دُنيا نۀ يم.
ځکه چې ما هغوئ ته هغه کلام ورکړے دے کوم چې تا ما له راکړے دے، او دوئ هغه قبول کړے دے، او هغوئ په حقيقت پوهه شوى دى چې زۀ له تا نه راغلے يم، او د هغوئ په دې ايمان دے چې زۀ تا رالېږلے يم.
زۀ درته رښتيا وايم چې مونږ هغه څۀ وايو چې څۀ راته معلوم دى او د هغې ګواهى ورکوو چې څۀ مو ليدلى دى، خو اوس هم تاسو زمونږ ګواهى نۀ منئ.
هغه څوک چې د بره نه راځى هغه د ټولو نه لوئ وى. او څوک چې د زمکې وى هغه د دُنيا سره تعلق ساتى او خبرې هم دُنياوى کوى. څوک چې د آسمان نه راځى هغه په ټولو اوچت وى.
زۀ په خپله هيڅ نۀ شم کولے. څنګه چې خُدائ پاک ما ته فرمائى زۀ هم هغسې فېصله کوم او زما فېصله درسته وى ځکه چې زۀ خپله مرضى نه بلکې د هغه چا مرضى پوره کوم چا چې زۀ رالېږلے يم.
څوک هم ما له تر هغې نۀ شى راتلے ترڅو چې هغه پلار چې زۀ يې رالېږلے يم هغه يې ما ته راونۀ لېږى، او زۀ به هغه د قيامت په ورځ راپاڅوم.
نو عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”کله چې تاسو اِبن آدم په سولۍ وخېژوئ نو بيا به تاسو پوهه شئ چې زۀ هغه يم، او زۀ په خپل اختيار هيڅ نۀ کوم خو زۀ هغه څۀ وايم، د څۀ چې پلار ما له تعليم راکړے دے.
څوک هم چې بېلارې شى او د مسيح د تعليم په مطابق ژوند نۀ تېروى، خُدائ پاک د هغۀ سره نشته. خو هر څوک چې د مسيح د تعليم په مطابق ژوند تېروى نو د هغۀ سره پلار او زوئ دواړه شته.
دا هغه رويا ده چې خُدائ پاک عيسىٰ مسيح ته ورکړه چې هغه خپلو غلامانو ته هغه خبرې وښائى چې کومې به زر تر زره پېښيږى. هغۀ خپله فرښته خپل غلام يوحنا ته په رالېږلو دا خبرې هغۀ ته وښودلې،