Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 7:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 کله چې اختر نيم تېر شو نو عيسىٰ د خُدائ کور ته لاړو او تعليم يې شروع کړو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 7:14
16 Iomraidhean Croise  

”ګوره، زۀ خپل پېغمبر ستا نه وړاندې لېږم چې ستا مخې ته لاره تياره کړى. بيا به ناڅاپه هغه مالِک چې تاسو يې لټون کوئ خپل کور ته راشى، هغه د لوظ پېغام راوړونکے به راشى د چا چې تاسو ليواله يئ،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.


په دوېمه ورځ دولس سخى، دوه ګډان او څوارلس يو کلن ګډُورى پېش کړئ، چې په يو کښې هم هيڅ عېب نۀ وى.


په درېمه ورځ يوولس سخى، دوه ګډان او څوارلس يو کلن ګډُورى پېش کړئ، چې په يو کښې هم هيڅ عېب نۀ وى.


عيسىٰ بيا د خُدائ کور ته ورننوتو او هغه ټول خلق چې د خُدائ په کور کښې يې سوداګرى کوله، وشړل او د صرافانو تختې او د کونترو د خرڅوونکو کُرسۍ يې نسکورې کړې،


هم په دغه وخت عيسىٰ هغه خلقو ته وفرمائيل چې، ”ولې تاسو ما ډاکو ګڼئ چې د تُورو او کوتکو سره زما په نيولو پسې راغلى يئ څۀ؟ زۀ هره ورځ تاسو سره د خُدائ په کور کښې وم او تعليم مې درکولو خو تاسو ما له لاس نۀ راوړلو.


د خُدائ په کور کښې به هره ورځ عيسىٰ تعليم ورکولو. او مشران اِمامان او د شرعې عالمان د دۀ د وژلو په تلاش کښې وُو چې د اولسى مشرانو مرسته هم ورسره وه.


عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”ما دُنيا ته په ډاګه خبرې کړې دى. ما همېشه په عبادتخانو او د خُدائ په کور کښې تعليم ورکړے دے چرته چې ټول يهوديان راغونډيږى او ما په پټه څۀ هم نۀ دى وئيلى.


د دې نه پس عيسىٰ هغه د خُدائ په کور کښې وليدو او ورته يې وفرمائيل، ”وګوره، تۀ ښۀ شوے يې. نوره ګناه مۀ کوه، چې د دې نه درته زيات تکليف پېښ نۀ شى.“


اوس د يهوديانو د جونګړو اختر هم رانزدې وو.


بيا عيسىٰ چې کله د خُدائ په کور کښې تعليم ورکولو نو چغه يې کړه، ”تاسو ما پېژنئ او تاسو ته پته ده چې زۀ د کوم ځائ يم. خو زۀ په خپله مرضۍ نۀ يم راغلے. خو چا چې زۀ رالېږلے يم هغه رښتونے دے، او تاسو هغه نۀ پېژنئ.


د اختر په آخرى او د ټولو نه په لويه ورځ عيسىٰ ودرېدلو او په اوچت آواز يې وفرمائيل، ”کۀ څوک تږے وى هغه دې ما له راشى، هغه دې وڅښى.


بله ورځ سحر وختى هغه بيا د خُدائ کور ته راغلو. ټول خلق ورته راغونډ شول، او هغه کښېناستو او هغوئ ته يې تعليم شروع کړو.


د خُدائ د کور په بيت‌المال کښې عيسىٰ دا خبره د تعليم ورکولو په وخت کښې وکړله، خو هيچا هم هغه ګرفتار نۀ کړو ځکه چې د هغۀ مقرر شوے وخت لا نۀ وو راغلے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan