Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 7:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 خو بيا هم خلقو د هغۀ په حقله د يهوديانو د يرې په وجه ښکاره هيڅ نۀ شو وئيلے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 7:13
13 Iomraidhean Croise  

څوک چې د انسان نه يريږى هغه به په دام کښې ګېر شى، خو چې څوک په مالِک خُدائ توکل کوى هغوئ به په امن و امان شى.


د هغې نه پس يوسف چې د ارمتيه وو د پيلاطوس نه د عيسىٰ د مړى وړلو خواست وکړو. يوسف د عيسىٰ مريد وو خو په پټه ځکه چې هغه د يهوديانو نه يرېدو. د پيلاطوس په اجازت سره هغه راغلو او د هغۀ مړے يې يوړو.


د پير په شپه چې مريدانو د يهوديانو د يرې نه دروازې بندې کړې وې ناست وُو، چې په دې کښې عيسىٰ راغلو، د هغوئ په مينځ کښې ودرېدو او ورته يې وفرمائيل، ”السلام عليکم.“


هغه عيسىٰ له د شپې راغلو او ورته يې ووئيل چې، ”اُستاذه، مونږ ته معلومه ده چې تۀ هم هغه اُستاذ يې چې خُدائ پاک رالېږلے يې. ځکه چې هيڅوک هم دا معجزې چې ته يې کوې نۀ شى کولے خو کۀ خُدائ پاک ورسره مل نۀ وى.“


د دې نه پس عيسىٰ ګليل کښې ګېرچاپېره ګرځېدو. هغۀ يهوديه ته تلل نۀ غوښتل ځکه چې يهوديانو موقع لټوله چې هغه مړ کړى.


يهوديانو په اختر کښې د هغۀ لټون کولو او تپوس يې کولو چې، ”عيسىٰ چرته دے؟“


يهوديان حېران شول او وې وئيل، ”دې سړى څنګه دومره عِلم حاصل کړو سره د دې چې دۀ خو تعليم نۀ دے کړے؟“


د هغۀ مور او پلار د يرې نه داسې ووئيل ځکه چې هغوئ د يهوديانو نه ويرېدل. نو يهوديانو د مخکښې نه دا فېصله کړې وه چې څوک هم عيسىٰ ومنى چې مسيح دے نو هغه به د عبادتخانې نه وشړى.


هغوئ ورته ووئيل چې، ”تۀ خو په خپله بلکل ګناه ګار پېدا شوے يې او اوس مونږ ته د تعليم راکولو کوشش کوې؟“ نو بيا هغوئ هغه د عبادتخانې نه وشړلو.


ما ته پته ده چې تۀ چرته اوسې، هلته چرته چې د شېطان تخت دے او تۀ زما په نوم مضبوط ولاړ يې. تا په هغه وخت هم د خپل ايمان نه اِنکار ونۀ کړو کله چې زما وفادار ګواه انتيپاس ستاسو په هغه ښار کښې ووژلے شو چرته چې شېطان اوسيږى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan