Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 7:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 او په ګڼه کښې د هغۀ په حقله ګنګوسے روان وو. چا به وئيل چې، ”هغه ښۀ سړے دے،“ خو ځينو به وئيل چې، ”نه، هغه خلق بې‌لارې کوى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 7:12
20 Iomraidhean Croise  

د شاګرد دپاره دا کافى ده چې د اُستاذ په شان شى او نوکر د خپل مالِک په شان. کۀ د يو کور مالِک ته بعلزبول وئيلے شى نو د هغۀ د کور کسان به د دې نه هم په خراب نوم ياد کړے شى.


هغوئ غوښتل چې دے ګرفتار کړى خو د خلقو نه يرېدل ځکه چې هغوئ عيسىٰ نبى ګڼلو.


او وې وئيل چې، ”صاحبه، مونږ ته ياد دى چې هغه فريبى چې لا ژوندے وو نو وئيلى يې وُو چې زۀ به په درېمه ورځ پورته کړے شم.


عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”تۀ ما ته نېک ولې وائې؟ د خُدائ پاک نه بغېر بل هيڅوک نېک نشته.


نو د دې هر څۀ په ليدلو صوبه دار د خُدائ پاک ثنا ووئيله او وې وئيل چې، ”بې‌شکه چې دا سړے بې‌ګناه وو.“


نو بيا هلته يوسف نومې يو سړے وو چې د جرګې ممبر او نېک او صادق سړے وو.


ښۀ سړے به د خپل زړۀ د خزانې نه ښۀ څيزونه راوباسى او بد سړے به د خپل زړۀ د بدې خزانې نه بدې خبرې وباسى، ځکه چې کومې خبرې چې په خولۀ راځى هغه د زړۀ نه راوځى.


په هغه ټولو خلقو باندې زبردسته يره خوره شوله او هغوئ ټولو د خُدائ پاک ثنا ووئيله او وې وئيل چې، ”زمونږ په مينځ کښې يو لوئ نبى راښکاره شوے دے او خُدائ پاک د خپلو خلقو د مدد دپاره راغلے دے.“


کله چې خلقو دا معجزه وليدله چې عيسىٰ وکړه هغوئ يو بل ته ووئيل، ”يقيناً دا هغه پېغمبر دے کوم چې دُنيا ته راتلونکے وو.“


فريسيانو د عيسىٰ په حقله د خلقو غورېدل واورېدل، نو مشرانو اِمامانو او فريسيانو، محافظان د هغۀ نيولو پسې ولېږل.


فريسيانو ورته ووئيل چې، ”ولې هغۀ تاسو هم بې‌لارې کړئ څۀ؟


هغوئ جواب ورکړو، ”تۀ هم ګليلى يې څۀ؟ وګوره او صحيفې ولوله، نو تۀ به په خپله خبر شې چې يو نبى هم د ګليل نه نۀ راځى.“


ځينو فريسيانو ووئيل چې، ”دا سړے د خُدائ پاک د طرفه نۀ دے ځکه چې د سبت د ورځې احترام نۀ کوى.“ خو نورو ووئيل چې، ”يو ګناه ګار سړے څنګه داسې معجزه کولے شى؟“ او په هغوئ کښې اختلاف پېدا شو.


برنباس يو ښۀ سړے وو د روحُ القُدس نه معمور او ايمان يې مضبوط وو. او ډېرو خلقو په مالِک باندې ايمان راوړو.


د يو صادق انسان دپاره به په مشکله څوک خپل ځان قربان کړى. خو کېدے شى چې د يو نېک او مهربانه کس دپاره څوک خپل ځان قربان کړى.


هر کار بې د غورېدو او بحث نه بغېر پوره کوئ،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan