59 عيسىٰ دا خبرې هغه وخت وکړې کله چې هغۀ په کفرنحُوم کښې په عبادتخانه کښې تعليم ورکولو.
عيسىٰ په ټول ګليل کښې ګرځېدو، د يهوديانو په عبادتخانو کښې يې تعليم ورکولو او د خُدائ پاک د بادشاهۍ د زيرى بيان يې کولو او د خلقو هر رنځ او بيمارى يې روغوله.
نو بيا د ګليل کفرنحُوم ښاريې ته په راکوزېدو عيسىٰ د سبت په ورځ خلقو له تعليم ورکولو.
عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”ما دُنيا ته په ډاګه خبرې کړې دى. ما همېشه په عبادتخانو او د خُدائ په کور کښې تعليم ورکړے دے چرته چې ټول يهوديان راغونډيږى او ما په پټه څۀ هم نۀ دى وئيلى.
په کِشتۍ کښې کښېناستل او د سيند پورې غاړې کفرنحُوم ته روان شول. نو تيارۀ شوې وه او عيسىٰ لا هغوئ سره مِلاو شوے نۀ وو.
کله چې خلقو وکتل چې نۀ خو عيسىٰ او نۀ يې مريدان هلته شته نو هغوئ په کشتو کښې سوارۀ شول او د عيسىٰ په تلاش کښې پورې غاړه کفرنحُوم ته لاړل.