52 بيا د يهوديانو په مينځ کښې تېز بحث شروع شو، هغوئ ووئيل چې، ”دا سړے خپل بدن مونږ ته خوړلو له څنګه راکولے شى؟“
د يحيىٰ ګواهى دا وه، چې کله يهوديانو د يروشلم نه اِمامان او ليويان د دې دپاره ورولېږل چې د هغۀ نه تپوس وکړى چې، ”تۀ څوک يې؟“
د دې خبرو په وجه بيا په يهوديانو کښې بېاتفاقى راغله.
نيکوديموس هغۀ ته ووئيل، ”نو بيا دا څنګه ممکنه ده چې يو سړے چې بوډا وى نو هغه به بيا څنګه پېدا شى؟ ولې څوک په دوېم ځل د مور ګېډې ته ورننوتے شى څۀ او بيا پېدا کېدے شى؟“
نيکوديموس ترې بيا تپوس وکړو، ”دا څنګه ممکنه ده؟“
ښځې هغۀ ته ووئيل چې، ”سړيه، تا سره خو بوقه هم نشته او دا کوهے ژور دے، نو تۀ به د کوم ځائ نه ما له د ژوندون اوبۀ راوړې؟
په دې يهوديان د هغۀ په حقله وغورېدل ځکه چې هغۀ وفرمائيل چې، ”زۀ هغه روټۍ يم چې د آسمان نه راکوزه شوې ده.“
کله چې د هغۀ ډېرو مريدانو دا خبرې واورېدې هغوئ ووئيل چې، ”دا تعليم سخت دے، څوک دا منلے شى؟“
ځينو فريسيانو ووئيل چې، ”دا سړے د خُدائ پاک د طرفه نۀ دے ځکه چې د سبت د ورځې احترام نۀ کوى.“ خو نورو ووئيل چې، ”يو ګناه ګار سړے څنګه داسې معجزه کولے شى؟“ او په هغوئ کښې اختلاف پېدا شو.
کله چې هغوئ د مړو نه د بيا راژوندى کولو خبرې واورېدلې نو ځينو ورپورې ټوقې شروع کړې خو نورو ورته ووئيل چې، ”په دې حقله به مونږ تا نه بيا خبرې واورو.“
خو څوک چې روحانى نۀ وى نو هغوئ د خُدائ پاک د روح خبرې نۀ منى ځکه چې دا د هغوئ په نزد بېوقوفى ده، او هغوئ په هغې نۀ شى پوهېدے ځکه چې هغوئ تش د روحُ القُدس په وسيله پوهېدے شى.