47 زۀ تاسو ته رښتيا وايم څوک چې ايمان راوړى هغه د تل ژوندون خاوند دے.
او څوک چې ژوندے دے او په ما ايمان لرى هغه به هيڅکله هم مړ نۀ شى. آيا ستا په دې يقين دے؟“
لږ وخت پس به دُنيا ما نور ونۀ وينى خو تاسو به مې وينئ. ځکه چې زۀ ژوندے يم نو تاسو به هم ژوندى يئ.
خُدائ پاک د دې دُنيا سره داسې مينه وکړله چې خپل اېک يو زوئ يې هم ورکړو، نو څوک هم چې په هغۀ ايمان راوړى هلاک به نۀ شى خو د تل ژوندون به بيا مومى.
څوک چې په هغۀ ايمان راوړى نو هغه به مجرم نۀ شى خو چا چې پرې ايمان نۀ دے راوړے هغه خو د مخکښې نه مجرم شوے دے ځکه چې هغوئ د خُدائ پاک د اېک يو زوئ په نوم ايمان رانۀ وړو.
څوک چې په زوئ ايمان ساتى هغه به د تل ژوندون مالِک وى، خو څوک چې د زوئ نافرمانى وکړى هغه به دا ژوندون ونۀ ګورى او تل به د خُدائ پاک د غضب د لاندې وى.“
زۀ تاسو ته رښتيا وايم، هر څوک چې زما خبرو ته غوږ ږدى او په هغه چا ايمان راوړى چې زۀ يې رالېږلے يم، هغه تل عُمرى ژوندون لرى. او هغه به مجرم نۀ شى ځکه چې هغه د مرګ نه ژوندون ته اوړېدلے دے.
د داسې خوراک دپاره خوارى مۀ کوئ چې ختميږى بلکې د هغې روټۍ دپاره خوارى کوئ چې تر ابده پاتې کيږى، او کوم به چې اِبن آدم تاسو له درکړى. ځکه چې هم په هغۀ باندې خُدائ پلار خپل مُهر لګولے دے.“
ځکه چې دا زما د پلار مرضى ده چې هر څوک چې زوئ ووينى او په هغۀ ايمان راوړى، هغه به د ابدى ژوندون خاوند شى، او زۀ به هغوئ د قيامت په ورځ بيا راپاڅوم.“
دا هغه روټۍ ده چې د آسمان نه راغلې ده، نو چې څوک دا روټۍ وخورى هغه به نۀ مرى.
زۀ د ژوندون روټۍ يم چې د آسمان نه راکوزه شوې ده. څوک چې دا روټۍ وخورى هغه به تل ژوندے وى. او کومه روټۍ چې زۀ د دُنيا د ژوندون دپاره ورکوم هغه زما بدن دے.“
څوک چې زما بدن وخورى او زما وينه وڅښى هغه د تل ژوندون خاوند دے او زۀ به يې د قيامت په ورځ راپاڅوم.
دا هغه روټۍ ده چې د آسمان نه راکوزه شوې ده او دا د هغه روټۍ په شان نۀ ده چې ستاسو پلار نيکونو وخوړه او مړۀ شول. خو څوک چې دا روټۍ وخورى هغه به تل تر تله ژوندى وى.“