Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 6:42 - Pakistani Yousafzai Pashto

42 هغوئ ووئيل، ”ولې دا عيسىٰ د يوسف زوئ نۀ دے چې مونږ يې مور او پلار پېژنو، نو بيا څنګه هغه وائى چې زۀ د آسمان نه راکوز شوے يم؟“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 6:42
13 Iomraidhean Croise  

دا هغه ترکاڼ نۀ دے، د مريمې زوئ، د يعقوب، د يوسف، د يهوداه او د شمعون ورور نۀ دے څۀ؟ او ولې د دۀ خوېندې دلته مونږ سره نۀ دى؟“ دغه شان هغوئ دے قبول نۀ کړو.


هغوئ ټولو د هغۀ صِفت وکړو او د هغۀ د خولې نه د داسې برکتناک کلام په اورېدو حېران شول. هغوئ ووئيل چې، ”ولې دا د يوسف زوئ نۀ دے څۀ؟“


فيليپوس نتنى‌ايل له ورغلو او ورته يې ووئيل چې، ”مونږ هغه کس بياموندلو د چا ذکر چې د موسىٰ په شريعت کښې شوے دے او نبيانو کړے دے، چې هغه د ناصرت عيسىٰ د يوسف زوئ دے.“


هيڅوک هم چرې آسمان ته نۀ دے ختلے بې د هغۀ نه څوک چې د آسمان نه راکوز شو، يعنې اِبن آدم.


ځکه چې زۀ د آسمان نه د خپلې رضا پوره کولو دپاره نۀ يم راکوز شوے بلکې د هغۀ د رضا پوره کولو دپاره چا چې زۀ رالېږلے يم.


نو عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”په خپلو کښې مۀ غورېږئ.


بيا به تاسو څۀ سوچ کوئ کۀ تاسو اِبن آدم هغه ځائ ته په ختو ووينئ چرته چې هغه مخکښې وو؟


اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب د هغوئ پلار نيکۀ دى او په انسانى لحاظ سره د هغوئ نه مسيح هم پېدا دے. خُدائ پاک چې د ټولو بادشاه دے د هغۀ نوم دې د تل دپاره مبارک وى، آمين.


اولنے انسان يعنې آدم د خاورو نه جوړ شوے وو، او دوېم انسان آسمانى دے.


خو کله چې وخت پوره شو نو خُدائ پاک خپل زوئ راولېږلو چې د ښځې نه پېدا شو او د شريعت د لاندې يې ژوند تېرولو،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan