41 په دې يهوديان د هغۀ په حقله وغورېدل ځکه چې هغۀ وفرمائيل چې، ”زۀ هغه روټۍ يم چې د آسمان نه راکوزه شوې ده.“
خو فريسيانو او د شرعې عالمانو په خپلو کښې غورېدل شروع کړل او داسې لګيا وُو، ”ګورئ دا سړے خو ګناهګارانو ته هرکلے وائى او ورسره خوراک هم کوى.“
نو خلقو چې دا وليدل نو ټول ځان سره وغورېدل او وې وئيل، ”هغه د يو ګناه ګار سړى کور ته ورغلو چې ورسره مېلمه شى.“
فريسيانو او د هغوئ د فرقې د شرعې عالمانو د عيسىٰ مريدانو ته دا ګيله وکړله چې، ”تاسو د محصولچيانو او ګناهګارو سره ولې يو ځائ روټۍ خورئ؟“
د يحيىٰ ګواهى دا وه، چې کله يهوديانو د يروشلم نه اِمامان او ليويان د دې دپاره ورولېږل چې د هغۀ نه تپوس وکړى چې، ”تۀ څوک يې؟“
ځکه چې د خُدائ پاک روټۍ هغه ده چې د آسمان نه راکوزيږى او دُنيا ته ژوندون ورکوى.“
نو عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”په خپلو کښې مۀ غورېږئ.
زۀ د ژوندون روټۍ يم.
دا هغه روټۍ ده چې د آسمان نه راکوزه شوې ده او دا د هغه روټۍ په شان نۀ ده چې ستاسو پلار نيکونو وخوړه او مړۀ شول. خو څوک چې دا روټۍ وخورى هغه به تل تر تله ژوندى وى.“
کله چې د هغۀ ډېرو مريدانو دا خبرې واورېدې هغوئ ووئيل چې، ”دا تعليم سخت دے، څوک دا منلے شى؟“
په دې وجه د عيسىٰ ډېر مريدان د هغۀ نه واوړېدل او نور د هغۀ سره نۀ ګرځېدل.
او په ګڼه کښې د هغۀ په حقله ګنګوسے روان وو. چا به وئيل چې، ”هغه ښۀ سړے دے،“ خو ځينو به وئيل چې، ”نه، هغه خلق بېلارې کوى.“
او تاسو شکايت ونۀ کړئ لکه څنګه چې په هغوئ کښې ځينو کړے وو او بيا د هلاکت فرښتې هغوئ هلاک کړل.
دا غورېدونکى او شکايت کوونکى خلق دى، هغوئ په خپلو خواهشاتو پسې روان دى، هغوئ د خپل ځان په حقله غټې غټې خبرې کوى او د خپل مقصد دپاره خلقو ته نرمې ګرمې خبرې کوى.