40 ځکه چې دا زما د پلار مرضى ده چې هر څوک چې زوئ ووينى او په هغۀ ايمان راوړى، هغه به د ابدى ژوندون خاوند شى، او زۀ به هغوئ د قيامت په ورځ بيا راپاڅوم.“
مالِک خُدائ به د خپل مقدس طاقت نه کار واخلى، خُدائ پاک به خپل خلق بچ کړى، او ټول قومونه او ټوله دُنيا به په خپلو سترګو دا وګورى.
د مالِک خُدائ په وړاندې زما خِدمت کوونکى داسې وده وکړه لکه څنګه چې يو نرم تېغ په زمکه جرړې نيسى. هغۀ څۀ شان شوکت او حُسن نۀ لرلو چې د هغې په وجه مونږ ورباندې پام کړے وے. او نۀ په کښې څۀ داسې کشش وو چې مونږ يې متاثره کړې وے.
نو موسىٰ د پيتلو نه مار جوړ کړو او په يوه ډاګه باندې يې ولګولو. هر څوک به چې چيچلے شوے وو او هغۀ به د پيتلو مار ته وکتل نو ژوندے به پاتې شو.
زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې په ورځ د قيامت به د سدوم او د عموره د خلقو حال د دې ښار د خلقو د حال نه ښۀ وى.
نو بيا به هغوئ ابدى عذاب ته ولېږلے شى، خو صادقان به د تل ژوندون حاصل کړى.“
هر څوک چې پرې ايمان راوړى او بپتسمه واخلى نو هغه به خلاصون بيامومى، او هر څوک چې پرې ايمان رانۀ وړى هغه به مجرم شى.
ځکه چې ما په خپلو سترګو ستا هغه خلاصون وليدلو
نو کلام انسان شو او هغه زمونږ په مينځ کښې اوسېدو او مونږ د هغۀ لوئى وليدله، د واحد او د اېک يو زوئ لوئى، چې د حقيقت او وفادارۍ نه معمور وى څوک چې د پلار د خوا نه راغلے وى.
زۀ هغوئ له د تل ژوندون ورکوم او هغوئ به هيڅکله هم هلاک نۀ شى او هيڅوک به يې هم زما د لاس نه ونۀ شوکوى.
مرتا هغۀ ته ووئيل، ”خو ما ته پته ده چې د قيامت په ورځ به هغه بيا راژوندے شى.“
عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”زۀ قيامت او ژوندون يم. څوک چې په ما ايمان ساتى کۀ هغه مړ هم شى نو هغه به ژوندے وى،
او څوک چې ما وينى هغه، هغه څوک وينى چې زۀ يې رالېږلے يم.
او زۀ خبر يم چې د هغۀ حُکم د تل عُمرى ژوندون ورکوى، نو ځکه څۀ چې پلار ما ته فرمائيلى دى، هم هغه څۀ زۀ وايم.“
هغه د حق روح دے، کوم چې دُنيا نۀ قبلوى ځکه چې دُنيا نۀ خو هغه وينى او نۀ يې پېژنى. خو تاسو هغه پېژنئ ځکه چې هغه تاسو سره اوسى او هغه به په تاسو کښې وى.
لږ وخت پس به دُنيا ما نور ونۀ وينى خو تاسو به مې وينئ. ځکه چې زۀ ژوندے يم نو تاسو به هم ژوندى يئ.
ځکه چې تا ما ته په ټولو بنى آدمو اختيار راکړے دے چې هغوئ ټولو له تل عُمرى ژوندون ورکړم څوک چې راته تا حواله کړى دى.
څوک چې په زوئ ايمان ساتى هغه به د تل ژوندون مالِک وى، خو څوک چې د زوئ نافرمانى وکړى هغه به دا ژوندون ونۀ ګورى او تل به د خُدائ پاک د غضب د لاندې وى.“
خو چې څوک هغه اوبۀ وڅښى چې زۀ يې ورکوم هغه به هيڅکله نۀ تږے کيږى. زۀ چې کومې اوبۀ ورکوم هغه به په هغوئ کښې دننه لکه يوه چينه وګرځى چې همېشه به بهيږى او چې د تل ژوندون ورکوى.“
زۀ تاسو ته رښتيا وايم، هر څوک چې زما خبرو ته غوږ ږدى او په هغه چا ايمان راوړى چې زۀ يې رالېږلے يم، هغه تل عُمرى ژوندون لرى. او هغه به مجرم نۀ شى ځکه چې هغه د مرګ نه ژوندون ته اوړېدلے دے.
د داسې خوراک دپاره خوارى مۀ کوئ چې ختميږى بلکې د هغې روټۍ دپاره خوارى کوئ چې تر ابده پاتې کيږى، او کوم به چې اِبن آدم تاسو له درکړى. ځکه چې هم په هغۀ باندې خُدائ پلار خپل مُهر لګولے دے.“
او دا د هغۀ رضا ده چا چې زۀ رالېږلے يم چې زۀ هغه ټولو نه يو هم ورک نۀ کړم څۀ چې هغۀ ما له راکړى دى بلکې د قيامت په ورځ يې راپاڅوم.
څوک هم ما له تر هغې نۀ شى راتلے ترڅو چې هغه پلار چې زۀ يې رالېږلے يم هغه يې ما ته راونۀ لېږى، او زۀ به هغه د قيامت په ورځ راپاڅوم.
څوک چې زما بدن وخورى او زما وينه وڅښى هغه د تل ژوندون خاوند دے او زۀ به يې د قيامت په ورځ راپاڅوم.
ستاسو پلار اِبراهيم په دې خوشحاله وو چې هغه به زما ورځ ووينى. او هغۀ دا ورځ وليدله او خوشحاله شو.“
ځکه څنګه چې ګناه د مرګ په وسيله خپله بادشاهى قائمه کړه، دغه شان د خُدائ پاک فضل هم د صداقت په وسيله خپله بادشاهى کوى چې د مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله مونږ د تل ژوندون طرف ته بوځى.
ځکه چې د ګناه بدل مرګ دے خو د خُدائ پاک بخښنه زمونږ په مالِک عيسىٰ مسيح کښې د تل ژوندون دے.
ځکه چې خُدائ پاک په خپله دا فرمائيلى دى چې، ”د تيارې نه دې رڼا وځليږى،“ نو هغۀ زمونږ په زړونو کښې د خُدائ پاک د جلال د عِلم رڼا د عيسىٰ مسيح په مخ باندې وځلوله.
نو ايمان دا دے چې په هغه څيزونو باور وکړُو چې د کوم په اُميد يُو، او په ناليدلو څيزونو يقين وکړُو.
هم د ايمان په وسيله موسىٰ مِصر پرېښودو او د بادشاه د قهر نه ونۀ يرېدو، او خپل سفر يې جارى وساتلو ځکه چې د هغۀ نظر په ناليدلى خُدائ پاک باندې وو او پرې قائم پاتې شو.
تاسو هغۀ سره داسې مينه کوئ اګر چې هغه مو ليدلے نۀ دے. او نۀ يې اوس وينئ، خو تاسو په هغۀ يقين ساتئ، او په جلالى انداز کښې خوشحالى کوئ کومه چې د بيان نه بهر ده.
او کومه وعده چې هغۀ مونږ سره کړې ده هغه د تل ژوندون دے.
خپل ځانونه د خُدائ پاک په مينه کښې قائم وساتئ، او د هغې ورځې اِنتظار کوئ چې زمونږ مالِک عيسىٰ مسيح به تاسو ته په خپل رحم د تل ژوندون درکړى.