38 ځکه چې زۀ د آسمان نه د خپلې رضا پوره کولو دپاره نۀ يم راکوز شوے بلکې د هغۀ د رضا پوره کولو دپاره چا چې زۀ رالېږلے يم.
خو دا د مالِک خُدائ رضا وه چې هغه ووهلے شى، او درد ورته مِلاو شى. کله چې د هغۀ ژوند د ګناه دپاره کفاره شى، د هغۀ به ډېر اولاد وى. هغه به يو اوږد عُمر تېر کړى، او د هغۀ په ذريعه به د مالِک خُدائ مقصد پوره شى.
ځکه چې اِبن آدم د دې دپاره رانۀغلو چې د هغۀ خِدمت دې وکړے شى خو د دې دپاره راغلو چې د نورو خِدمت وکړى او خپل ژوند د ډېرو دپاره فديه کړى.“
هيڅوک هم چرې آسمان ته نۀ دے ختلے بې د هغۀ نه څوک چې د آسمان نه راکوز شو، يعنې اِبن آدم.
خُدائ پاک خپل زوئ دُنيا ته د دُنيا د مجرم کولو دپاره را ونۀ لېږلو بلکې د دې دپاره چې د هغۀ په وسيله دُنيا بچ شى.
هغه څوک چې د بره نه راځى هغه د ټولو نه لوئ وى. او څوک چې د زمکې وى هغه د دُنيا سره تعلق ساتى او خبرې هم دُنياوى کوى. څوک چې د آسمان نه راځى هغه په ټولو اوچت وى.
عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”زما خوراک څښاک دا دے چې زۀ د هغۀ رضا وکړم چا چې زۀ رالېږلے يم او چې د هغۀ کار پوره کړم.
عيسىٰ هغوئ ته دا وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم، زوئ په خپله هيڅ نۀ شى کولے بې له هغه کار نه چې خپل پلار يې په کولو ليدلے وې. ځکه څۀ چې پلار کوى هم هغه شان يې زوئ کوى.
زۀ په خپله هيڅ نۀ شم کولے. څنګه چې خُدائ پاک ما ته فرمائى زۀ هم هغسې فېصله کوم او زما فېصله درسته وى ځکه چې زۀ خپله مرضى نه بلکې د هغه چا مرضى پوره کوم چا چې زۀ رالېږلے يم.
عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”د خُدائ پاک د رضا کار دا دے چې په هغه چا ايمان راوړئ چې هغۀ رالېږلے دے.“
ځکه چې د خُدائ پاک روټۍ هغه ده چې د آسمان نه راکوزيږى او دُنيا ته ژوندون ورکوى.“
هغوئ ووئيل، ”ولې دا عيسىٰ د يوسف زوئ نۀ دے چې مونږ يې مور او پلار پېژنو، نو بيا څنګه هغه وائى چې زۀ د آسمان نه راکوز شوے يم؟“
لکه څنګه چې ژوندى پلار زۀ راولېږلم او زۀ د پلار په وجه ژوندے يم، دغه شان څوک چې زما بدن وخورى هغوئ به زما په وجه ژوندى وى.
ځکه چې مسيح هم خپل ځان خوشحاله کړے نۀ وو بلکې دا ليکلے شوى دى چې، ”څوک چې ستاسو بېعزتى کوى د هغوئ بېعزتى په ما راغله.“
د هغۀ د بره ختلو نه څۀ مطلب دے بې له دې نه چې هغه د زمکې ښکته برخې ته هم کوز شوے وو.
اګر چې هغه زوئ وو، خو د تکليفونو په تېرولو هغۀ فرمانبردارى زده کړه.