34 نو هغوئ هغۀ ته ووئيل، ”مالِکه، مونږ ته دغه روټۍ همېشه راکوه.“
ډېر خلق تپوس کوى، ”مونږ سره به څوک ښۀ وى؟ اے مالِکه خُدايه، خپله د مخ رڼا دې په مونږ وځلوه.“
ښځې ورته ووئيل، ”سړيه، هغه اوبۀ ما له راکړه نو چې زۀ بيا کله هم تږې نۀ شم او چې بيا اوبو راويستلو له دلته نۀ راځم.“
عيسىٰ جواب ورکړو، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې تاسو زما تلاش په دې وجه نۀ کوئ چې تاسو نښې وکتلې بلکې ځکه چې تاسو روټۍ وخوړله او لوږه مو ختمه شوه.
د مالِک عيسىٰ د خُدائ پاک او پلار حمد و ثنا دې همېشه وى، هغه خبر دے چې زۀ دروغ نۀ وايم.