يوحنا 6:31 - Pakistani Yousafzai Pashto31 لکه چې زمونږ پلار نيکۀ په صحرا کښې من وخوړل، صحيفې فرمائى چې، موسىٰ هم هغوئ له د آسمان نه من ورکړل چې وې خورى.“ Faic an caibideil |
هغۀ په تاسو باندې عاجزى او لوږه راوستله، نو بيا هغۀ تاسو له د خوراک دپاره من درکړل، هغه خوراک چې د دې نه مخکښې هيڅکله ستاسو پلار نيکۀ هم نۀ وو خوړلے. هغۀ دا د دې دپاره وکړل چې تاسو ته وښائى چې بنى آدم دې په دې يقين نۀ ساتى چې هغه تش په روټۍ پائى، خو هغه په هره هغه خبره پائى چې د مالِک خُدائ د خولې نه راوځى.