26 عيسىٰ جواب ورکړو، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې تاسو زما تلاش په دې وجه نۀ کوئ چې تاسو نښې وکتلې بلکې ځکه چې تاسو روټۍ وخوړله او لوږه مو ختمه شوه.
او د دوئ زړونه هغۀ ته وفادار نۀ وُو، او دوئ د هغۀ د لوظ سره وفادار نۀ وُو.
زما خلق به تا له راشى، لکه څنګه چې هغوئ همېشه راځى، او ستا په وړاندې به کښېنى چې ستا خبرو ته غوږ ونيسى، خو هغوئ په دې عمل نۀ کوى. په خپله خولۀ هغوئ د عېش عشرت خبرې کوى، او زړونه يې هم د لالچ نه ډک دى.
عيسىٰ جواب ورکړو، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم، هيڅوک هم د خُدائ پاک بادشاهى نۀ شى ليدلے ترڅو چې هغه بيا پېدا نۀ شى.“
عيسىٰ جواب ورکړو، ”زۀ درته رښتيا وايم چې هيڅوک هم د خُدائ پاک بادشاهۍ ته نۀ شى داخلېدے ترڅو چې هغه د اوبو او روحُ القُدس نه پېدا نۀ شى.
کله چې خلقو دا معجزه وليدله چې عيسىٰ وکړه هغوئ يو بل ته ووئيل، ”يقيناً دا هغه پېغمبر دے کوم چې دُنيا ته راتلونکے وو.“
کله چې عيسىٰ د هغوې په نيت پوهه شو چې هغوئ هغه خپل بادشاه جوړول غواړى نو هغه په خپله غرۀ ته واپس لاړو.
او يوه لويه ګڼه ورپسې وه ځکه چې هغوئ هغه معجزې ليدلې وې چې هغۀ د بيمارانو د شفا دپاره کولې.
کله چې خلقو وکتل چې نۀ خو عيسىٰ او نۀ يې مريدان هلته شته نو هغوئ په کشتو کښې سوارۀ شول او د عيسىٰ په تلاش کښې پورې غاړه کفرنحُوم ته لاړل.
نو هغوئ هغۀ ته ووئيل، ”نو تۀ مونږ ته کومه معجزه ښکاره کوې چې مونږ يې ووينو او په تا ايمان راوړو؟ تۀ څۀ کار کولے شې؟
خو ما تاسو ته وفرمائيل چې تاسو زۀ ليدلے يم او بيا هم په ما ايمان نۀ راوړئ.
زۀ تاسو ته رښتيا وايم څوک چې ايمان راوړى هغه د تل ژوندون خاوند دے.
نو عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې ترڅو چې تاسو د اِبن آدم بدن ونۀ خورئ او د هغۀ وينه ونۀ څښئ نو تاسو کښې به ابدى ژوندون نۀ وى.
خو په تاسو کښې ځينې داسې دى چې ايمان نۀ راوړى.“ ځکه چې عيسىٰ ته د اول نه دا پته وه چې څوک به ايمان نۀ راوړى او څوک به په هغۀ مُخبرى کوى.
ځکه چې داسې خلق زمونږ د مالِک مسيح خِدمت نۀ کوى بلکې د خپل مفاد خِدمت کوى او په نرمو او خوږو خبرو ساده خلق دوکه کوى.
ځکه چې نور ټول د خپلو ګټو په تلاش کښې دى، نه چې د عيسىٰ مسيح.
د هغوئ اَنجام هلاکت دے، د هغوئ خُدائ د هغوئ ګېډه ده، او هغوئ په خپلو شرمناک کارونو فخر کوى او د هغوئ سوچ په دُنياوى څيزونو دے.
او د هغوئ په مينځ کښې مدام بحث پېدا کيږى د چا عقل چې خراب شوے دے، او د حق نه محروم دى او هغوئ ديندارى تش د ګټې ذريعه ګڼى.