25 کله چې هغوئ هغه د درياب په بله غاړه وموندو هغوئ عيسىٰ ته ووئيل، ”اُستاذه، تۀ کله دلته راغلې؟“
کله چې هغوئ پورې غاړې ته ورسېدل نو هغوئ د ګِنيسرت علاقې ته راغلل.
او په بازارونو کښې د عزت په سلامونو ډېر خوشحاليږى چې د اُستاذ په نامه ياد شى.
خو تاسو ته دې څوک اُستاذ ونۀ وائى ځکه چې ستاسو خو يو اُستاذ شته او تاسو ټول وروڼه يئ.
کله چې هغوئ پورې غاړې ته ورسېدل نو هغوئ د ګِنيسرت علاقې ته راغلل او هلته يې کِشتۍ په ګودر وتړله.
په دې دوران کښې مريدانو په هغۀ زور ولګولو چې، ”اُستاذه، لږ څۀ وخوره.“