21 نو بيا هغوئ دا غوښتل چې عيسىٰ کِشتۍ ته راوخېژى او سمدستى کِشتۍ هغه غاړې ته ورسېدله چرته چې دوئ روان وُو.
نو چې د هغوئ نه لږ وړاندې لاړمه ما خپل جانان پېدا کړونه. هغه مې راټينګ کړونه او تلو ته مې پرې نۀ ښودلونه او ما هغه د خپلې مور کور ته راوستونه هغې کوټې ته په کومه کښې چې زۀ د مور په ګېډه شوې ومه.
بيا هغه د هغوئ سره کِشتۍ ته وختلو او طوفان ودرېدلو. په دې هغوئ بلکل اريان دريان شول،
خو عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”مۀ يرېږئ، دا زۀ يم.“
بل سحر هغه ګڼ خلق چې د درياب په بله غاړه ايسار شوى وُو هغوئ وليدل چې هلته صرف يوه کِشتۍ وه او د دې نه هم خبر شول چې عيسىٰ د خپلو مريدانو سره کِشتۍ ته نۀ وو ختلے، بلکې د هغۀ مريدان د هغۀ نه بغېر تلى وُو.
ګوره، زۀ په ور کښې ولاړ يم او ور وهم. او کۀ تۀ آواز اورې او ما ته ور کولاو کړې نو زۀ به درشم او يو بل سره به په شريکه روټۍ وخورو.