Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 6:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 او يوه لويه ګڼه ورپسې وه ځکه چې هغوئ هغه معجزې ليدلې وې چې هغۀ د بيمارانو د شفا دپاره کولې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 6:2
19 Iomraidhean Croise  

خو عيسىٰ چې په دې خبر شو نو د هغه ځائ نه لاړو. ډېر خلق په هغۀ پسې روان شول او هغۀ د هغوئ ټول بيماران روغ کړل.


او دومره ډېر خلق ورته راټول شوى وُو چې هغه ترې کشتۍ ته وختلو او هلته کښېناستو او ټول خلق ورته د درياب په غاړه ودرېدل.


هغه چې غاړې ته راورسېدو نو يوه لويه ګڼه يې وليده، زړۀ يې پرې وسوزېدو او چې په کښې څوک بيماران وُو هغه يې روغ کړل.


څۀ وخت چې عيسىٰ د غرۀ نه راکوز شو نو ګڼ خلق ورپسې شُو.


خو هغه سړے بهر لاړو او د دې قيصې نه يې ټول خلق خبر کړل. دا خبره يې تر لرې لرې خوره کړله تر دې چې عيسىٰ به يو ښار ته هم په ښکاره نۀ شو تلے او بهر به په خوشو ځايونو کښې پاتې کېدو. خو بيا به هم خلق د هر لورى نه هغۀ له راتلل.


خو ډېرو خلقو هغوئ په تلو کښې وليدل او وې پېژندل او بيا هغوئ د ټولو ښاريو نه هغه ځائ ته پياده لاړل او د هغوئ نه وړاندې ورسېدل.


نو مشرانو اِمامانو او فريسيانو يوه جرګه راوبلله او وې وئيل چې، ”مونږ ته څۀ کول په کار دى؟ ځکه چې دا سړے خو ډيرې معجزې ښکاره کوى.


هم دغه وجه وه چې ډېر خلق د هغۀ سره مِلاوېدو له ورغلل، ځکه چې هغوئ اورېدلى وُو چې هم هغۀ دا معجزه کړې ده.


اګر کۀ عيسىٰ ډيرې معجزې د هغوئ په موجودګۍ کښې وکړې، خو هغوئ په هغۀ باندې ايمان رانۀ وړو


د ګليل په قانا کښې د عيسىٰ دا وړومبۍ معجزه او نښه وه چې عيسىٰ پرې خپله لوئى څرګنده کړه، او د هغۀ مريدانو په هغۀ ايمان راوړو.


کله چې عيسىٰ د فسح د اختر دپاره په يروشلم کښې دېره وو نو خلقو هغه معجزې وليدې کومې چې هغۀ ښکاره کړې او ډېرو خلقو په هغۀ ايمان راوړو.


عيسىٰ د خپلو مريدانو په موجودګۍ کښې نورې هم ډيرې معجزې څرګندې کړې دى، کومې چې په دې کِتاب کښې نۀ دى ليکلے شوې.


هغه عيسىٰ له د شپې راغلو او ورته يې ووئيل چې، ”اُستاذه، مونږ ته معلومه ده چې تۀ هم هغه اُستاذ يې چې خُدائ پاک رالېږلے يې. ځکه چې هيڅوک هم دا معجزې چې ته يې کوې نۀ شى کولے خو کۀ خُدائ پاک ورسره مل نۀ وى.“


کله چې خلقو دا معجزه وليدله چې عيسىٰ وکړه هغوئ يو بل ته ووئيل، ”يقيناً دا هغه پېغمبر دے کوم چې دُنيا ته راتلونکے وو.“


بل سحر هغه ګڼ خلق چې د درياب په بله غاړه ايسار شوى وُو هغوئ وليدل چې هلته صرف يوه کِشتۍ وه او د دې نه هم خبر شول چې عيسىٰ د خپلو مريدانو سره کِشتۍ ته نۀ وو ختلے، بلکې د هغۀ مريدان د هغۀ نه بغېر تلى وُو.


عيسىٰ جواب ورکړو، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې تاسو زما تلاش په دې وجه نۀ کوئ چې تاسو نښې وکتلې بلکې ځکه چې تاسو روټۍ وخوړله او لوږه مو ختمه شوه.


نو هغوئ هغۀ ته ووئيل، ”نو تۀ مونږ ته کومه معجزه ښکاره کوې چې مونږ يې ووينو او په تا ايمان راوړو؟ تۀ څۀ کار کولے شې؟


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan