17 په کِشتۍ کښې کښېناستل او د سيند پورې غاړې کفرنحُوم ته روان شول. نو تيارۀ شوې وه او عيسىٰ لا هغوئ سره مِلاو شوے نۀ وو.
بيا سمدستى عيسىٰ خپل مريدان کشتۍ ته وخېژول چې د هغوئ نه وړاندې د درياب پورې غاړې بيتِصيدا ته لاړ شى، نو چې هغه په خپله د خلقو ګڼه رُخصت کړى.
د دې نه پس عيسىٰ د خپلې مور، وروڼو او مريدانو سره کفرنحُوم ښاريې ته ښکته لاړو او هغوئ هلته يو څو ورځې ايسار شول.
عيسىٰ يو ځل بيا د ګليل قانا نومې ځائ ته لاړو چرته چې هغۀ اوبۀ په ميو بدلې کړې وې. هلته يو سرکارى آفسر وو چې زوئ يې په کفرنحُوم کښې ناجوړه پروت وو.
په دې دوران کښې د درياب اوبۀ په اوچتېدو شوې ځکه چې تېز طوفان راغلو.
عيسىٰ دا خبرې هغه وخت وکړې کله چې هغۀ په کفرنحُوم کښې په عبادتخانه کښې تعليم ورکولو.