11 بيا عيسىٰ روټۍ واخستلې، شُکر يې پرې وکړو او هغه يې په هغه ناستو خلقو تقسيم کړې. او هم دغسې يې د کبانو سره وکړل او هغوئ چې څومره غوښتل نو دومره يې ورکړل.
نو هغه اووۀ روټۍ او کبان يې راواخستل، او د خُدائ پاک شُکر يې پرې وويستو، روټۍ او کبان يې ټوکړې کړل او مريدانو له يې ورکړل، او مريدانو په خلقو وويشل.
کله چې هغه د هغوئ سره خوراک ته کښېناستو نو روټۍ يې راواخسته، شُکر يې پرې وويستو، ټُکړې يې کړه او هغوئ له يې ورکړه.
عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”د خپلو هغه کبانو نه چې اوس مو ونيول څۀ راوړئ.“
عيسىٰ راغلو، او روټۍ يې واخسته او هغوئ له يې ورکړه او هم دغه شان يې کبان هم تقسيم کړل.
کله چې هغوئ غاړې ته راوختل نو هغوئ د سکرو اور وليدو چې دپاسه پرې کبان او لږه روټۍ پرته وه.
بيا د تبرياس نه نورې کِشتۍ دېخوا راغلې چرته چې خلقو د مالِک د شُکر ويستلو نه وروستو روټۍ خوړلې وه.
”دلته يو هلک دے چې ورسره د اوربشو پينځۀ روټۍ او دوه کبان شته، خو دا د دې دومره ډېرو خلقو دپاره هيڅ هم نۀ دى.“
د دې وينا نه وروستو هغۀ روټۍ راواخستله او د هغوئ ټولو په وړاندې يې د خُدائ پاک شُکر پرې ووئيلو، هغۀ دا ماته کړه او په خوراک يې لاس پورې کړو.
څوک چې يوه ورځ خاص ګڼى، هغوئ يې د مالِک خُدائ د احترام دپاره ګڼى او دغه شان څوک چې هر څۀ خورى هغوئ يې د مالِک خُدائ د احترام دپاره خورى، ځکه چې هغوئ پرې د خُدائ پاک شُکر کوى. خو څوک چې څۀ نۀ خورى هغوئ يې هم د مالِک خُدائ د احترام دپاره نۀ خورى او د خُدائ پاک شُکر پرې کوى.
نو بيا چې تاسو څۀ خورئ يا څښئ يا چې څۀ کوئ، هغه هر څۀ د خُدائ پاک د لويئ دپاره کوئ.
په هر حال کښې شُکر کوئ ځکه چې دا په عيسىٰ مسيح کښې ستاسو دپاره د خُدائ پاک رضا ده.