9 سړے سمدستى جک جوړ شو، او خپله بستره يې واخستله او روان شو. دا د سبت ورځ وه.
ګوډ به د هوسۍ په شان ټوپونه وهى، او ګونګيان به د خوشحالۍ سندرې وائى. په صحرا کښې به چشمې راوځى او په بيابان کښې به د اوبو نِهرونه بهيږى،
مالِک خُدائ فرمائى چې، خبردار چې د سبت په ورځ په خپل سر پنډ مۀ اوچتوئ او د يروشلم په دروازو پنډ سره مۀ ننوځئ.
عيسىٰ ورغلو او د هغې لاس يې ونيولو او په پښو يې ودروله او تبه يې لاړه او هغه د هغوئ په خِدمت کولو شروع شوه.
نو سمدستى د هغۀ نه جذام ختم شو او هغه پاک شو.
عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”لاړ شه، خپل ايمان تۀ روغ کړې،“ نو سمدستى هغه بينا شو او عيسىٰ پسې روان شو.
خو په هم هغه ساعت د ښځې وينه بنده شوه او په ځان پوهه شوه چې د عذاب نه خلاصه شوه.
د دې نه پس عيسىٰ هغه د خُدائ په کور کښې وليدو او ورته يې وفرمائيل، ”وګوره، تۀ ښۀ شوے يې. نوره ګناه مۀ کوه، چې د دې نه درته زيات تکليف پېښ نۀ شى.“
کۀ تاسو د سبت په ورځ ماشوم سنتوئ د دې دپاره چې د موسىٰ شريعت مات نۀ شى نو بيا تاسو زما نه په دې وجه ولې خفه يئ چې ما د سبت په ورځ د يو سړى پوره بدن روغ کړو؟
دا د سبت ورځ وه چې عيسىٰ خټه جوړه کړه او د هغۀ سترګې يې بينا کړې.