7 بيمار سړى جواب ورکړو چې، ”صاحبه، زما هيڅوک نشته چې کله اوبۀ وخوځولے شى نو چې ما دې تالاب ته ورکوز کړى. او کله چې زۀ اوبو له وررسم نو بل زما نه مخکښې وردانګلى وى.“
وګوره زما ښې طرف ته وګوره هيڅوک زما پرواه نۀ کوى، زما پناه ګاه نشته هيڅوک زما د ژوند پرواه نۀ کوى.
هغه به حاجتمندو له خلاصون ورکړى څوک چې هغۀ ته وژاړى، او د هغه مظلومانو به مددګار وى د چا چې څوک نۀ وى.
په يروشلم کښې د ګډو د دروازې سره نزدې يو تالاب دے چې پينځۀ دالانونه په کښې ولاړ دى چې په آرامى ژبه کښې ورته بيتحسدا وائى.
په دې دالانونو کښې ګڼ معذوران، ړاندۀ، ګوډ، شل، پراتۀ وُو.
ځکه چې وخت په وخت به د خُدائ پاک يوه فرښته دې تالاب ته راکوزېدله او دا اوبۀ به يې خوځولې او هغه څوک چې به د ټولو نه وړومبے دې اوبو ته ورکوز شو نو هر څۀ بيمارى چې به يې وه د هغې نه به روغ شو.
کله چې عيسىٰ هغه هلته پروت وليدو او د دې نه خبر شو چې دے د ډيرې مودې راسې بيمار دے، نو هغۀ ورته وفرمائيل، ”تۀ غواړې چې روغ شى؟“
ځکه کله چې مونږ لا بېوسه وُو، نو مسيح په صحيح وخت کښې د بېدينو دپاره خپل ځان قربان کړو.
ولې تاسو نۀ يئ خبر چې په منډه کښې ټول منډې وهونکى منډې وهى ولې اِنعام يو ګټى؟ نو تاسو هم داسې منډه ووهئ چې وې ګټئ.
مالِک خُدائ به خپل خلق بچ کړى کله چې هغه ووينى چې د هغوئ طاقت ختم شو. هغه به په هغوئ رحم وکړى څوک چې د هغۀ خِدمت کوى، کله چې وګورى چې هغوئ څومره بېمددګاره دى.