47 خو کۀ تاسو د موسىٰ په کلام ايمان نۀ ساتئ نو زۀ چې څۀ وايم تاسو به په هغې څۀ ايمان وساتئ.“
خو اِبراهيم ورته وفرمائيل چې د هغوئ سره موسىٰ او نور نبيان شته، په کار دى چې دوئ هغوئ ته غوږ ونيسى.
اِبراهيم جواب ورکړو، کۀ چرې هغوئ د موسىٰ او د نورو نبيانو خبرو ته غوږ نۀ ږدى نو کۀ څوک د قبر نه ورپاڅى هم نو هغوئ به پرې باور ونۀ کړى.“
او تۀ د وړوکوالى نه د هغه پاکو صحيفو نه خبر يې، کومې چې تا ته په عيسىٰ مسيح د ايمان راوړلو په وسيله د خلاصون پوهه درکوى.