31 کۀ چرې زۀ د خپل ځان په حقله ګواهى وکړم نو زما ګواهى رښتينې نۀ ده.
دا به ښۀ وى چې نور خلق ستا صِفت وکړى، نه چې تۀ په خپله د خپل ځان صِفت کوې، او دا به ښۀ وى چې نابلده خلق ستا ښۀ ووائى نه چې تۀ په خپله.
عيسىٰ جواب ورکړو، ”کۀ چرې زۀ د خپل ځان لوئى وکړم نو زما لوئى بېمطلبه ده. هغه څوک چې ما له لوئى راکوى هغه زما پلار دے د چا په حقله چې تاسو وايئ چې هغه زمونږ خُدائ پاک دے.
د لوديکيه د جماعت فرښتې ته دا پېغام وليکه، دا پېغام د هغه چا د طرفه دے چې آمين دے، څوک چې وفادار رښتينے ګواه دے او د خُدائ پاک د نوى خلقت شروع ده. هغه فرمائى چې