30 زۀ په خپله هيڅ نۀ شم کولے. څنګه چې خُدائ پاک ما ته فرمائى زۀ هم هغسې فېصله کوم او زما فېصله درسته وى ځکه چې زۀ خپله مرضى نه بلکې د هغه چا مرضى پوره کوم چا چې زۀ رالېږلے يم.
دا څنګه کېدے شى چې تۀ به صادقان د بدعملو سره ووژنې؟ دا خو ناممکنه ده، تۀ داسې نۀ کوې. کۀ تۀ داسې وکړې، نو صادقانو خلقو ته به د بدعملو سره يو شان سزا مِلاو شى. دا ستا دپاره ناممکنه ده. ځکه د دُنيا اِنصاف کوونکے به خامخا اِنصاف کوى.“
دوئ به د مالِک خُدائ په وړاندې سندرې ووائى ځکه چې هغه راروان دے، هغه د دُنيا د عدالت دپاره راځى، هغه به په صداقت سره د دُنيا عدالت وکړى، او د خلقو عدالت به په خپل اِنصاف سره وکړى.
هغه به هغه کسانو له د اِنصاف جذبه ورکړى چې څوک د قاضيانو په توګه کار کوى او هغوئ له به حوصله ورکړى چې څوک د حملې نه د ښار د دروازو حِفاظت کوى.
مالِک خُدائ ستاسو سزا ختمه کړې ده، هغۀ ستاسو دشمنان واپس کړل. مالِک خُدائ، د اِسرائيل بادشاه، ستاسو مل دے، تاسو به بيا هيڅکله د څۀ نقصان نه نۀ يرېږئ.
هغه يو څو قدمه لاړو، پړمخې پرېوتو او دا دُعا يې وکړه چې، ”اے زما پلاره، کۀ کېدے شى نو دا د تکليف پياله زما نه اخوا کړه، زما مرضى نه بلکې ستا مرضى دې پوره شى.“
په دې ستاسو باور نشته چې زۀ په پلار کښې يم او پلار په ما کښې دے؟ زۀ چې کومې خبرې تاسو ته کوم هغه زۀ د خپل ځان نه نۀ کوم، خو دا پلار دے چې په ما کښې اوسى او زما په وسيله خپل کار کوى.
ما په زمکه تا له جلال درکړو د هغه کار په ختمولو چې تا ما ته د کولو دپاره حواله کړے وو.
عيسىٰ پطروس ته وفرمائيل چې، ”خپله تُوره واپس په تيکى کښې کېږده. ولې زۀ هغه پياله ونۀ څښم چې پلار ما ته راکړې ده؟“
عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”زما خوراک څښاک دا دے چې زۀ د هغۀ رضا وکړم چا چې زۀ رالېږلے يم او چې د هغۀ کار پوره کړم.
عيسىٰ هغوئ ته دا وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم، زوئ په خپله هيڅ نۀ شى کولے بې له هغه کار نه چې خپل پلار يې په کولو ليدلے وې. ځکه څۀ چې پلار کوى هم هغه شان يې زوئ کوى.
ځکه چې زۀ د آسمان نه د خپلې رضا پوره کولو دپاره نۀ يم راکوز شوے بلکې د هغۀ د رضا پوره کولو دپاره چا چې زۀ رالېږلے يم.
نو عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”کله چې تاسو اِبن آدم په سولۍ وخېژوئ نو بيا به تاسو پوهه شئ چې زۀ هغه يم، او زۀ په خپل اختيار هيڅ نۀ کوم خو زۀ هغه څۀ وايم، د څۀ چې پلار ما له تعليم راکړے دے.
عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”کۀ خُدائ پاک ستاسو پلار وے نو تاسو به ما سره مينه کولے ځکه چې زۀ د خُدائ پاک نه راغلے يم او اوس دلته يم. زۀ په خپله مرضۍ نۀ يم راغلے بلکې زۀ هغۀ رالېږلے يم.
زۀ خپله لوئى نۀ غواړم بلکې يو ذات شته چې هغه يې غواړى او هغه صحيح فېصله کوونکے دے.
ځکه چې مسيح هم خپل ځان خوشحاله کړے نۀ وو بلکې دا ليکلے شوى دى چې، ”څوک چې ستاسو بېعزتى کوى د هغوئ بېعزتى په ما راغله.“
اوس مونږ ته پته ده څوک چې داسې کارونه کوى نو خُدائ پاک په اِنصاف سره د هغوئ عدالت کوى.
بلکې تاسو د خپل سخت او ناتوبه ګاره زړونو په وسيله د خپل ځان دپاره د خُدائ پاک د قهر د ورځې غضب زياتوئ کله چې به د خُدائ رښتونے عدالت شروع شى.