28 په دې مۀ حېرانېږئ ځکه چې داسې وخت راروان دے کله چې هغه ټول څوک چې په قبرونو کښې دى، هغه به د دۀ آواز واورى
خو زمونږ کوم خلق چې مړۀ شوى دى نو هغه بيا راژوندى شى. د هغوئ مړۀ جسمونه به بيا راژوندى شى. کوم چې په قبرونو کښې پراتۀ دى نو هغه به راپاڅى او د خوشحالۍ سندرې به وائى. لکه څنګه چې د پرخې څاڅکى زمکه تازه کوى، نو داسې به مالِک خُدائ هغه خلق بيا راژوندى کړى کوم چې پخواه مړۀ شوى دى.
نو بيا به هغه ګڼ خلق څوک چې په خاورو کښې پراتۀ دى راپاڅى، څوک به د ابدى ژوند دپاره، او څوک د رسوائى او ابدى شرم دپاره.
زۀ ولې فديه ورکړم او هغوئ د عالِم ارواح نه آزاد کړم؟ زۀ هغوئ د مرګ د پنجې نه ولې خلاص کړم؟ اے مرګه، ستا د طاقت هغه لشه څۀ شوه؟ اے عالمِ ارواح ستا بربادى څۀ شوه؟ هغې نه کار واخله ځکه چې زۀ به رحم نۀ کوم.
زۀ چې تاسو ته دا ووايم چې تاسو له بيا پېدا کېدل په کار دى نو په دې حېرانېږئ مه.
عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”خورې، باور وکړه چې يو وخت داسې راروان دے چې نۀ خو به تاسو د پلار عبادت په دې غر او نۀ په يروشلم کښې وکړئ.
خو وخت راروان دے بلکې اوس دے چې رښتينى عبادت کوونکى به پلار ته په روح او په رښتيا سره عبادت وکړى او پلار هم دغه شان عبادت کوونکى غواړى.
ځکه چې پلار د زوئ سره مينه کوى او خپل ټول کارونه ورته څرګندوى. او د دې نه زيات لوئ کارونه به هغه ورته څرګند کړى نو تاسو به ورته حېران شئ.
زۀ تاسو ته رښتيا وايم، يو وخت داسې راروان دے بلکې راغلے دے چې مړى به د خُدائ پاک د زوئ آواز اورى او چې څوک يې واورى هغه به راژوندى شى.
زۀ د خُدائ پاک نه اُميد کوم هغه اُميد چې دوئ يې هم منى چې نېک او بد دواړه به بيا له مړو نه راژوندى کيږى.
چې کله پطروس دا وليدل نو هغوئ ته يې ووئيل چې، ”اے بنى اِسرائيلو، تاسو په دې ولې حېران شوئ او تاسو ولې مونږ ته ګورئ چې ګنې دا سړے مونږ په خپل طاقت يا په خپلې ديندارۍ د ګرځېدو کړو؟
او لکه څنګه چې ټول خلق په آدم کښې مړۀ کيږى، نو دغه شان به ټول په مسيح کښې بيا راژوندى کيږى.
هغه به زمونږ دا کمزورے بدن د خپل جلالى بدن هم شکل جوړ کړى د هم هغه قدرت په وسيله چې هغۀ پرې ټول څيزونه د خپل ځان تابع کړى دى.
بيا ما لوئ او واړۀ مړى د تخت د وړاندې ولاړ وليدل او کتابونه پرانستلے شول. بيا بل کِتاب پرانستلے شو، يعنې د ژوندون کِتاب. او د مړو عدالت د هغوئ د اعمالو په مطابق وشو څنګه چې په هغه کتابونو کښې درج وو.