20 ځکه چې پلار د زوئ سره مينه کوى او خپل ټول کارونه ورته څرګندوى. او د دې نه زيات لوئ کارونه به هغه ورته څرګند کړى نو تاسو به ورته حېران شئ.
هر څۀ ما ته زما پلار سپارلى دى، او هيڅوک بې د پلاره زوئ نۀ پېژنى، او نۀ څوک پلار پېژنى بې له زويه او بې له هغوئ نه چې زوئ يې ورته په ګوته کوى.
هغۀ لا دا خبرې کولې چې ناګهانه يوه پړقېدونکې وريځ راخوره شوه او په هغوئ يې سورے وکړو او د وريځې نه آواز وفرمائيل، ”دا زما محبوب زوئ دے د چا نه چې زۀ راضى يم. د هغۀ خبرې واورئ.“
او د آسمان نه يو آواز راغلو چې، ”دا زما خوږ زوئ دے چې زۀ ترې راضى يم.“
بيا اِبليس هغه د يو ډېر اوچت غرۀ څوکې ته وخېژولو او د دُنيا ټولې بادشاهۍ او د هغې شان او شوکت يې ورښکاره کړل
هر څۀ ما ته زما پلار سپارلى دى، او هيڅوک بې د پلاره زوئ نۀ پېژنى، او نۀ څوک پلار پېژنى بې له زويه او بې له هغوئ نه چې زوئ يې ورته په ګوته کوى.“
هيچا هم چرې خُدائ پاک نۀ دے ليدلے، بلکې بې د يکې يو نه، څوک چې په خپله خُدائ پاک دے، چې د پلار د سترګو تور دے. هم هغۀ مونږ ته خُدائ پاک ښکاره کړو.
خو عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”ما تاسو ته د پلار له طرفه ډېر نېک کارونه وښودل. نو تاسو ما د کوم کار په وجه سنګساروئ؟“
زۀ تاسو ته رښتيا وايم، څوک چې په ما ايمان راوړى هغه به هم هغه کارونه کوى لکه چې زۀ يې کوم، او هغه به د دې نه هم لوئ کارونه کوى ځکه چې زۀ پلار له روان يم.
نو زۀ د دې نه پس تاسو ته غلامان نۀ وايم، ځکه چې غلام ته پته نۀ وى چې د هغۀ مالِک څۀ کوى، خو ما تاسو ته دوستان وئيلى دى ځکه چې ما تاسو ته هر هغه څۀ ښکاره کړى دى کوم چې ما د پلار نه اورېدلى دى.
ما ستا نوم دوئ ته څرګند کړو او دا به لا نور هم څرګندوم د دې دپاره چې کومه مينه چې تا ما سره کوله، هغه دې په دوئ کښې هم وى، او زۀ دې هم په دوئ کښې يم.“
پلار د زوئ سره مينه کوى او هغۀ ته يې ټول اختيار ورکړے دے.
لکه څنګه چې پلار مړى پاڅوى او هغوئ له ژوند ورکوى دغه شان زوئ هم هر هغه چا له چې غواړى ژوند ورکوى.
زۀ تاسو ته رښتيا وايم، يو وخت داسې راروان دے بلکې راغلے دے چې مړى به د خُدائ پاک د زوئ آواز اورى او چې څوک يې واورى هغه به راژوندى شى.
او بهر به راوځى. چا چې نېکى کړى وى هغوئ به د تل ژوندون دپاره راپورته شى او چا چې بد کړى وى هغوئ به د عدالت دپاره راپورته کړے شى.
کله چې هغۀ ته د خُدائ پلار عزت او جلال حاصل شو نو ورته د هغه بهتر جلال نه آواز راغلو چې، ”دا زما محبوب زوئ دے د چا نه چې زۀ راضى يم.“