Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 5:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 په يروشلم کښې د ګډو د دروازې سره نزدې يو تالاب دے چې پينځۀ دالانونه په کښې ولاړ دى چې په آرامى ژبه کښې ورته بيت‌حسدا وائى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 5:2
14 Iomraidhean Croise  

او د هغه ځائ نه مونږ د اِفرائيم دروازې نه، يسانه دروازې نه، د کبانو دروازې نه، د حنن‌ايل مينارې او د سلو مينارې نه روان وُو او د ګډو دروازې ته لاړُو. او مونږ خپل تګ د خُدائ پاک د کور دروازې سره نزدې بس کړو.


بيا مشر اِمام اِلياسب او د هغۀ ملګرو اِمامانو د ګډو دروازه بيا جوړه کړه، هغوئ هغه وقف کړه او دروازې يې په خپل ځائ ولګولې. هغوئ د سلو مينارو پورې دېوال او د حنن‌ايل ميناره پورې دېوال وقف کړو.


زرګرانو او سوداګرو آخرى برخه جوړه کړه، دا د ګوټ سره د کوټې نه واخله د ګډو د دروازې پورې وه.


تاسو د ښار د دېوالونو په مينځ کښې د هغه اوبو رايسارولو دپاره تالاب جوړ کړو کومې اوبۀ چې د زوړ ډنډ نه رابهېدلې. خو تاسو خُدائ پاک ته هيڅ توجو ونۀ کړه، چې هغۀ ډېر د پخوا نه د دې هر څۀ منصوبه جوړه کړې وه او هغۀ داسې وکړل.


په يروشلم کښې تاسو د هغه ځايونو جائزه واخسته چرته چې دېوالونو مرمت غوښتو. تاسو په يروشلم کښې د ټولو کورونو معائنه وکړه او څۀ کورونه مو د دې دپاره راغورزول چې د ښار د دېوالونو د مرمت کولو دپاره ترې نه کاڼى واخلئ. د اوبو جمع کولو دپاره،


کله چې پيلاطوس دا خبرې واورېدلې نو هغۀ عيسىٰ بهر راوويستو او د عدالت په کُرسۍ هغه ځائ کښېناستو چې دونکاچه ورته وائى يا په آرامى ژبه کښې ورته ګبتا وائى.


او هغۀ خپله سولۍ په خپله پورته کړې وه، او هغه بهر هغه ځائ ته لاړو چې ورته د کوپړو ځائ وائى، او په آرامى ژبه کښې ورته ګولګتا وائى.


ډېرو يهوديانو دا تختۍ ولوستله ځکه چې هغه ځائ چې چرته عيسىٰ په سولۍ کړے شو هغه ښار ته نزدې وو، او هغه تختۍ په آرامى، لاطينى او يونانى ژبه کښې ليکلے شوې وه.


عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”مريمې.“ هغې هغۀ ته مخ ورواړولو او په آرامى ژبه کښې يې وئيل، ”ربونى.“ چې مطلب يې اُستاذ دے.


په دې دالانونو کښې ګڼ معذوران، ړاندۀ، ګوډ، شل، پراتۀ وُو.


عيسىٰ جواب ورکړو، ”ما يوه معجزه وکړله او تاسو ټول حېران شوئ.


کله چې هغۀ ورله اجازت ورکړو نو پولوس په پوړو ودرېدو او خلقو ته يې د چپ کېدو اِشاره وکړه. او کله چې خلق غلى شول نو هغۀ ورته په عبرانۍ ژبه کښې تقرير وکړو او وې وئيل چې،


نو هغوئ بادشاهان هغه ځائ ته راجمع کړل چې په عبرانۍ کښې ورته ارمِګدون وائى.


او د هغوئ بادشاه د عالمِ ارواح فرښته وه چې په عبرانۍ کښې د هغې نوم ابدون، او په يونانۍ ژبه کښې اپوليون، يعنې تباه کوونکے دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan