16 نو په دې وجه د يهوديانو مشرانو د عيسىٰ زورول شروع کړل ځکه چې هغۀ دا کارونه د سبت په ورځ کول.
بيا هغۀ هغه سړى ته وفرمائيل چې، ”خپل لاس اوږد کړه.“ هغۀ لاس اوږد کړو او د بل لاس په شان يې هغه لاس روغ رمټ شو.
خو فريسيان د عبادتخانې نه بهر ووتل، نو سمدستى يې د هيرودياس قبيلې سره د عيسىٰ د وژلو په منصوبه شروع وکړه.
خو هغوئ د غصې نه سرۀ شول او يو بل ته يې ووئيل چې، ”مونږ د عيسىٰ سره څۀ وکړو؟“
د يحيىٰ ګواهى دا وه، چې کله يهوديانو د يروشلم نه اِمامان او ليويان د دې دپاره ورولېږل چې د هغۀ نه تپوس وکړى چې، ”تۀ څوک يې؟“
نو هغوئ يو ځلې بيا د هغۀ د نيولو کوشش وکړو خو هغه د هغوئ د لاس نه ووتو.
دا خبرې يادې ساتئ چې کومې ما تاسو ته وکړې، يو نوکر هم د خپل مالِک نه لوئ نۀ وى. نو چې هغوئ زۀ وزورولم نو تاسو به هم وزوروى. کۀ هغوئ زما په کلام عمل وکړى نو ستاسو په کلام به هم عمل وکړى.
نو يهوديانو هغه روغ کړے شوى سړى ته ووئيل، ”دا د سبت ورځ ده. په شريعت کښې د سبت په ورځ تا ته د خپلې بسترې د وړلو اجازت نشته.“
خو هغه روغ شوى سړى ته دا پته ونۀ لګېده چې هغه څوک وو ځکه چې هلته ډېره ګڼه وه او عيسىٰ په ګڼه کښې غېب شو.
هغه سړے په مخه لاړو او د يهوديانو مشرانو ته يې ووئيل چې، ”دا هغه عيسىٰ وو چې ما له يې شفا راکړه.“
نو عيسىٰ هغوئ ته جواب ورکړو چې، ”زما پلار لا تر اوسه کار کوى او زۀ هم کار کوم.“
په دې وجه يهوديان نور هم د هغۀ په مرګ پسې شول ځکه چې يواځې دا نه چې هغۀ د سبت حُکم ماتولو بلکې هغۀ خُدائ پاک ته خپل پلار وئيلو او خپل ځان يې د خُدائ پاک سره برابر ګڼلو.
عيسىٰ جواب ورکړو، ”ما يوه معجزه وکړله او تاسو ټول حېران شوئ.
په دې باندې د يروشلم څۀ خلقو دا وينا شروع کړه، ”ولې دا هغه سړے نۀ دے چې هغوئ يې د وژلو کوشش کوى؟