Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 5:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 هغه سړے په مخه لاړو او د يهوديانو مشرانو ته يې ووئيل چې، ”دا هغه عيسىٰ وو چې ما له يې شفا راکړه.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 5:15
12 Iomraidhean Croise  

خو هغه سړے بهر لاړو او د دې قيصې نه يې ټول خلق خبر کړل. دا خبره يې تر لرې لرې خوره کړله تر دې چې عيسىٰ به يو ښار ته هم په ښکاره نۀ شو تلے او بهر به په خوشو ځايونو کښې پاتې کېدو. خو بيا به هم خلق د هر لورى نه هغۀ له راتلل.


د يحيىٰ ګواهى دا وه، چې کله يهوديانو د يروشلم نه اِمامان او ليويان د دې دپاره ورولېږل چې د هغۀ نه تپوس وکړى چې، ”تۀ څوک يې؟“


”راشئ، يو داسې سړے ووينئ چې ما څۀ کړى وُو هغه ټول يې راته ووئيل. کېدے شى چې دا مسيح وى؟“


نو يهوديانو هغه روغ کړے شوى سړى ته ووئيل، ”دا د سبت ورځ ده. په شريعت کښې د سبت په ورځ تا ته د خپلې بسترې د وړلو اجازت نشته.“


هغوئ د هغۀ نه تپوس وکړو چې، ”هغه سړے څوک دے چې تا ته يې ووئيل چې خپله بستره واخله او ځه؟“


نو په دې وجه د يهوديانو مشرانو د عيسىٰ زورول شروع کړل ځکه چې هغۀ دا کارونه د سبت په ورځ کول.


په دې وجه يهوديان نور هم د هغۀ په مرګ پسې شول ځکه چې يواځې دا نه چې هغۀ د سبت حُکم ماتولو بلکې هغۀ خُدائ پاک ته خپل پلار وئيلو او خپل ځان يې د خُدائ پاک سره برابر ګڼلو.


بيا فريسيانو ترې هم تپوسونه شروع کړل چې، ”تۀ څنګه بينا شوې؟“ سړى هغوئ ته ووئيل، ”هغۀ زما په سترګو خټه ومږله، بيا هغه ما ووينځلې او اوس زۀ ليدے شم.“


هغۀ جواب ورکړو، ”ما ته پته نشته چې دے ګناه ګار دے او کۀ نه، خو زۀ د يو څيز نه خبر يم، هغه دا چې زۀ ړوند وم او اوس بينا شوے يم.“


سړى جواب ورکړو چې، ”څومره د حېرانتيا خبره ده چې تاسو ته دا پته نشته چې هغه د کومه راغلے دے، خو بيا هم هغۀ زما سترګې بينا کړې.


هغوئ ورته ووئيل چې، ”تۀ خو په خپله بلکل ګناه ګار پېدا شوے يې او اوس مونږ ته د تعليم راکولو کوشش کوې؟“ نو بيا هغوئ هغه د عبادتخانې نه وشړلو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan