يوحنا 5:14 - Pakistani Yousafzai Pashto14 د دې نه پس عيسىٰ هغه د خُدائ په کور کښې وليدو او ورته يې وفرمائيل، ”وګوره، تۀ ښۀ شوے يې. نوره ګناه مۀ کوه، چې د دې نه درته زيات تکليف پېښ نۀ شى.“ Faic an caibideil |
کۀ يو کس دا نذرانه د شکرانې په توګه خُدائ پاک ته پېش کوى، چې کوم ځناور قربانى کيږى د هغې سره دې په يو ځائ د پتيرې روټۍ يوه نذرانه پېش کړى، داسې غټه روټۍ چې د زيتُونو تېل ورسره ګډ شوى وى يا نرۍ پخې شوې روټۍ چې د زيتُونو تېل ورباندې لګولے شوى وى يا د ښو اوړو نه پخه شوې داسې روټۍ چې د زيتُونو تېل ورسره ګډ شوى وى.