12 هغوئ د هغۀ نه تپوس وکړو چې، ”هغه سړے څوک دے چې تا ته يې ووئيل چې خپله بستره واخله او ځه؟“
عيسىٰ د خُدائ کور ته ننوتو او کله چې يې تعليم ورکولو نو مشر اِمام او د قوم مشران ورله راغلل او دا سوال يې پرې وکړو چې، ”تۀ دا کارونه په کوم اختيار کوې او دا اختيار تا له چا درکړے دے؟“
خو هغۀ جواب ورکړو چې، ”کوم سړى چې زۀ روغ کړم هغۀ ما ته وفرمائيل چې خپله بستره واخله او ځه.“
خو هغه روغ شوى سړى ته دا پته ونۀ لګېده چې هغه څوک وو ځکه چې هلته ډېره ګڼه وه او عيسىٰ په ګڼه کښې غېب شو.
زما په دې باور دے چې هغوئ د خُدائ پاک په حقله ډېر غېرتى دى خو د دوئ غېرت د عِلم په بنياد نۀ دے.
هغوئ د يو بل نه تپوس وکړو، ”دا چا کړى دى؟“ هغوئ ښۀ معلومات وکړو او پته ورته ولګېده چې د يوآس زوئ جدعون دا کړى دى.
بيا ساؤل د خلقو مشرانو ته ووئيل، ”دلته راشئ او دا معلومه کړئ چې نن دا ګناه څنګه شوې ده.