Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 4:53 - Pakistani Yousafzai Pashto

53 نو پلار يې پوهه شو چې دا هم هغه وخت وو چې عيسىٰ هغۀ ته فرمائيلى وُو چې، ”زوئ به دې ښۀ شى،“ نو هغۀ سره د ټول خاندانه پرې ايمان راوړو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 4:53
12 Iomraidhean Croise  

او هغۀ خپل کلام ورولېږلو او هغوئ يې روغ کړل، او د قبر نه يې ورله خلاصون ورکړو.


نو چې هغۀ وفرمائيل، دُنيا پېدا شوه، د هغۀ په حُکم ژوند پېدا شو.


بيا عيسىٰ صوبه دار ته وفرمائيل چې، ”اوس خپل کور ته لاړ شه، نو ستا د ايمان په وجه دې داسې وشى.“ نو هم په هغه ساعت د هغۀ نوکر روغ شو.


عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”هم نن دې کور ته نجات راغلے دے ځکه چې دے هم د اِبراهيم زوئ دے.


هغه لا په لاره وو چې نوکرانو يې ورته خبر راوړو چې، ”زوئ خو دې په ښۀ کېدو او ژوندے دے.“


نو هغۀ تپوس ترېنه وکړو چې، ”څۀ وخت هغه په ښۀ کېدو شو؟“ هغوئ ورته ووئيل چې، ”پرون ماسپښين يوه بجه هغه تبې پرېښودلو.“


هغه به تا ته داسې کلام واوروى چې د هغې په وسيله به تۀ او ستا ټول ټبر خلاصون بيامومى.


کله چې هغې ته سره د خاندانه بپتسمه ورکړے شوه نو هغې په مونږ زور واچولو او وې وئيل چې، ”کۀ تاسو ما د مالِک ايمانداره ګڼئ نو راشئ او زما په کور کښې مېلمانۀ شئ.“ او هغې مونږ په پاتې کېدو مجبور کړُو.


هغۀ هغوئ خپل کور ته راوستل او خوراک يې ورته کېښودو او هغه سره د خپله ټوله خاندانه ډېر خوشحاله شو ځکه چې هغوئ په خُدائ پاک ايمان راوړے وو.


کرسپوس چې د عبادتخانې مشر وو سره د خپل مکمل خاندان په مالِک ايمان راوړو، او ډېرو کورنتيانو چا چې د پولوس تعليم واورېدو ايمان يې راوړو او بپتسمه ورته ورکړے شوه.


ځکه چې دا وعده ستاسو او ستاسو د اولاد دپاره ده او د هغوئ ټولو دپاره ده څوک چې لرى اوسيږى او د هغوئ ټولو دپاره چې زمونږ مالِک خُدائ پاک ځان ته رابللى دى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan