48 عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”ترڅو چې تاسو خلق لوئ نښې ونۀ ګورئ نو تر هغې تاسو ايمان نۀ راوړئ.“
زۀ غواړم چې تاسو ته د هغه معجزو او حېرانونکو نښو په حقله خبرې وکړم کومې معجزې چې خُدائ تعالىٰ زما دپاره کړى دى.
هغه بچ کوونکے او ساتونکے دے، هغه په آسمان او زمکه کښې نښې او عجائب څرګندوى. هغۀ دانيال د زمرو د پنجو نه بچ کړو.“
مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”دا خلق به تر کومې پورې زما نه نفرت کوى؟ او په ما باندې به اعتماد نۀ کوى، اګر چې د هغوئ په مينځ کښې ما ډېرې معجزې کړې دى؟
فريسيان او صدوقيان عيسىٰ له راغلل او د آزمېښت په توګه يې ورته وفرمائيل چې، ”مونږ ته يوه آسمانى معجزه وښايه.“
دروغژن مسيحيان او دروغژن نبيان به راښکاره شى او لوئې معجزې او نښې به ښکاره کوى، او کۀ ممکن وى نو غوره شوى خلق به بېلارې کړى.
او وئيل يې چې، ”هغۀ خو نور خلق بچ کول خو خپل ځان نۀ شى بچ کولے. بېشکه کۀ دے د بنى اِسرائيلو بادشاه وى نو اوس دې د دې سولۍ نه راکوز شى، نو بيا به پرې مونږ ايمان راوړو.
هغۀ جواب ورکړو، ”ما دا وليدل چې شېطان لکه د برېښنا په شان د آسمان نه راکوز شو.
اِبراهيم جواب ورکړو، کۀ چرې هغوئ د موسىٰ او د نورو نبيانو خبرو ته غوږ نۀ ږدى نو کۀ څوک د قبر نه ورپاڅى هم نو هغوئ به پرې باور ونۀ کړى.“
اګر کۀ عيسىٰ ډيرې معجزې د هغوئ په موجودګۍ کښې وکړې، خو هغوئ په هغۀ باندې ايمان رانۀ وړو
کۀ چرې ما د هغوئ په مينځ کښې داسې کارونه نۀ وے کړے کوم چې بل هيچا هم نۀ دى کړى نو هغوئ به مجرم نۀ وے، خو اوس هغوئ دا وليدل او مونږ پلار زوئ دواړو نه نفرت کوى.
بيا يهوديانو عيسىٰ ورټلو او تپوس يې ترې وکړو چې، ”تۀ مونږ ته داسې څۀ معجزه ښودلے شې چې تۀ دا ثابت کړې چې دا اختيار تا سره شته؟“
عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”په دې چې تا زۀ وليدم نو ايمان دې راوړو. بختور دى هغوئ چا چې زۀ نۀ يم ليدلے او ايمان يې راوړے دے.“
هغه آفسر ورته ووئيل چې، ”صاحبه، ما سره سمدستى لاړ شه زما زوئ مرګى حال دے.“
خو د ډيرې مودې دپاره پولوس او برنباس هلته پاتې شول او په زړۀ ورتيا سره يې د مالِک په حقله خبرې کولې، نو مالِک د هغوئ د معجزو او نښو او عجيبه کارونو د قابليت په ورکولو سره د خپل کلام تصديق وکړو.
په دې ټوله غونډه چپ شوله او برنباس او پولوس ته يې غوږ کېښودو چا چې هغه نښې او معجزې بيان کړې چې د دوئ په وسيله خُدائ پاک په غېريهوديانو کښې ښکاره کړې وې.
او زۀ به په آسمانونو او زمکه کښې حېرانونکى نښې يعنې وينه، اور او د لوګى برجۍ ښکاره کړم.
اے د بنى اِسرائيلو خلقو، دا خبرې واورئ چې، عيسىٰ ناصرى يو سړے وو چې خُدائ پاک تاسو ته په معجزو او په عجيبه کارونو او نښو سره د هغۀ تصديق وکړو، کومې چې خُدائ پاک د هغۀ په وسيله ستاسو په مينځ کښې وکړې، لکه څنګه چې تاسو ته په خپله پته ده.
په هر چا يره وه ځکه چې رسولانو د خُدائ پاک په وسيله معجزې او عجيبه کارونه کول.
خپل لاس راوږد کړه چې شفا ورکړى او معجزې نښې او عجيبه کارونه ستا د پاک خادِم عيسىٰ د نوم په وسيله وکړى.“
اوس ډيرې معجزې او عجيبه کارونه د خلقو په مينځ کښې د رسولانو په وسيله وشو. او ټول ايمانداران به د سليمان په ډيوډۍ کښې راغونډېدل.
نو بيا ستِفانوس چې د فضل او قوت نه ډک وو هغۀ د خلقو په مينځ کښې لوئ لوئ معجزې او نښې ښکاره کړې.
هغۀ هغوئ د مِصر نه وويستل او بيا يې په مِصر او بحرِقُلزم او په صحرا کښې تر څلوېښتو کالو پورې ډېر عجيبه کارونه او معجزې وښودلې.
د نښو او معجزو په قدرت او د خُدائ پاک د روحُ القُدس په طاقت سره هغوئ مطمئن شُو. نو دغه شان ما د يروشلم نه تر اِلريکوم پورې د مسيح زيرے پوره پوره خور کړو.
ځکه چې يهوديان د نښو طلب کوى او يونانيان د حِکمت خواهشمند دى.
د رښتينى رسول نښې ستاسو په وړاندې ما په ډېر صبر سره په نښو او په معجزو او عجيبه کارونو ښکاره کړې.
د دې بېدينه کس راتلل او کارونه به د شېطان په طاقت وى، څوک چې به هر قسم قدرت، د دروغو نښې او معجزې به ښکاره کوى،
خُدائ پاک هم د خپلو نښو، عجيبه کارونو او قِسما قِسم معجزو په کولو او د خپلې مرضۍ په مطابق د روحُ القُدس د نعمتونو په ويشلو د هغې تصديق وکړو.