45 نو کله چې هغه ګليل ته راورسېدو نو ګليليانو د هغۀ هرکلے وکړو ځکه چې هغوئ په دغه وخت کښې د فسح اختر دپاره په يروشلم کښې موجود وو او د هغۀ ټول کارونه يې په خپله وليدل.
هم په دغه وخت کښې ځينې کسانو عيسىٰ د هغه ګليليانو په حقله خبر کړو چې پيلاطوس هغوئ د خُدائ په کور کښې ووژل کله چې هغوئ قربانى کوله.
کله چې عيسىٰ راواپس شو نو خلقو ورته هرکلے ووې ځکه چې هغوئ ټول ورته په اِنتظار وُو.
خو د کلى خلقو هغه قبول نۀ کړو ځکه چې هغۀ مخه د يروشلم په لور تړلې وه.
کله چې عيسىٰ د فسح د اختر دپاره په يروشلم کښې دېره وو نو خلقو هغه معجزې وليدې کومې چې هغۀ ښکاره کړې او ډېرو خلقو په هغۀ ايمان راوړو.
هغه عيسىٰ له د شپې راغلو او ورته يې ووئيل چې، ”اُستاذه، مونږ ته معلومه ده چې تۀ هم هغه اُستاذ يې چې خُدائ پاک رالېږلے يې. ځکه چې هيڅوک هم دا معجزې چې ته يې کوې نۀ شى کولے خو کۀ خُدائ پاک ورسره مل نۀ وى.“
د يهوديه نه ګليل ته په راتلو دا د عيسىٰ دوېمه معجزه وه.
ستاسو د قوم ټول سړى به په کال کښې درې ځل د مالِک خُدائ عبادت دپاره هغه يو ځائ ته يعنې د فسحې اختر، د لَو کولو اختر او د جونګړو اختر دپاره راځى. او يو سړے به هم مالِک خُدائ له خالى لاسونه نۀ راځى،