43 کله چې دوه ورځې تېرې شوې نو عيسىٰ د هغه ځائ نه ګليل ته روان شو.
ناصرت يې پرېښودو او په کفرنحُوم ښاريې کښې ډېره شو چې د درياب په غاړه دے چې د زبولون او نفتالى په سرحد کښې دے.
نو هغۀ شمعون عيسىٰ له راوستو. عيسىٰ هغۀ ته وکتل او وې فرمائيل، ”تۀ د يوحنا زوئ شمعون يې، تا ته به کائفس وئيلے کيږى، يعنې پطروس چې معنىٰ يې ګټ دے.“
نو کله چې سامريان هغۀ له راغلل نو مِنت يې ورته وکړو چې مونږ سره پاتې شه، نو هغه هلته دوه ورځې ايسار شو.
نو عيسىٰ په خپله دا فرمائيلى وُو چې يو نبى هم په خپل ښار کښې عزتمند نۀ وى.
عيسىٰ يو ځل بيا د ګليل قانا نومې ځائ ته لاړو چرته چې هغۀ اوبۀ په ميو بدلې کړې وې. هلته يو سرکارى آفسر وو چې زوئ يې په کفرنحُوم کښې ناجوړه پروت وو.
ځکه زۀ تاسو ته دا وايم چې مسيح د خُدائ پاک د رښتينوالى د ثابتولو دپاره د يهوديانو خادِم شو، د دې دپاره چې هغه وعدې پوره کړى کومې چې زمونږ د پلار نيکونو سره شوى دى