Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 4:42 - Pakistani Yousafzai Pashto

42 او هغوئ هغه ښځې ته ووئيل چې، ”مونږ صرف ستا د وينا په وجه په دۀ ايمان نۀ دے راوړے، ځکه چې مونږ اوس په خپله د هغۀ واورېدل او مونږ ته پته ولګېده چې دے په حقيقت کښې د دُنيا خلاصونکے دے.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 4:42
23 Iomraidhean Croise  

اے د ټولې دُنيا خلقو، اوس ما ته راوګرځئ او خلاصون حاصل کړئ. صرف زۀ خُدائ پاک يم او زما نه بغېر بل يو خُدائ هم نشته.


مالِک خُدائ به د خپل مقدس طاقت نه کار واخلى، خُدائ پاک به خپل خلق بچ کړى، او ټول قومونه او ټوله دُنيا به په خپلو سترګو دا وګورى.


د هغې به زوئ وشى او تۀ پرې عيسىٰ نوم کېږده، ولې چې هغه به خپل اُمت د ګناهونو نه خلاصوى.“


هغه به د د غېر‌يهوديانو دپاره رڼا وى او بنى اِسرائيلو ته به جلال ورکړى.“


بله ورځ يحيىٰ وليدل چې عيسىٰ د هغۀ طرف ته راروان دے. هغۀ وفرمائيل چې، ”وګورئ، د خُدائ پاک ګډورے څوک چې د دُنيا ګناه په ځان وړى.


کله چې عيسىٰ ورسېدو نو خبر شو چې څلور ورځې مخکښې لعزر دفن شوے دے.


ځکه چې ما هغوئ ته هغه کلام ورکړے دے کوم چې تا ما له راکړے دے، او دوئ هغه قبول کړے دے، او هغوئ په حقيقت پوهه شوى دى چې زۀ له تا نه راغلے يم، او د هغوئ په دې ايمان دے چې زۀ تا رالېږلے يم.


”راشئ، يو داسې سړے ووينئ چې ما څۀ کړى وُو هغه ټول يې راته ووئيل. کېدے شى چې دا مسيح وى؟“


او د هغۀ د کلام په وجه نورو ډېرو خلقو په هغۀ ايمان راوړو.


د دې سړى د نسل نه خُدائ پاک د خپل قول په مطابق د بنى اِسرائيلو دپاره خلاصونکے عيسىٰ راولېږلو.


د بل هيچا په وسيله خلاصون نشته ځکه چې په ټوله دُنيا کښې بل نوم هيچا ته نۀ دے ورکړے شوے چې په هغې مونږ خلاصون ومومو.“


بيا خُدائ پاک هغه اوچت کړو او د سردار او خلاصونکى په طور يې خپل ښى لاس ته کښېنولو دپاره د دې چې هغه بنى اِسرائيلو ته د توبې ويستو موقع ورکړى او ګناهونه يې معاف کړى.


مطلب دا چې خُدائ پاک د مسيح په وسيله دُنيا سره صُلح کوله، او د هغوئ نافرمانى يې د هغوئ خلاف حساب نۀ کړه او د صُلح راوستو پېغام يې زمونږ په حواله کړو.


مونږ محنت او خوارى ځکه کوُو چې زمونږ اُميد په هغه ژوندى خُدائ پاک دے څوک چې د ټولو خلقو او خاص د ايمان راوړونکو خلاصونکے دے.


او هغه زمونږ د ګناهونو کفاره دے، او هغه نۀ يواځې زمونږ د ګناهونو بلکې د ټولې دُنيا د ګناهونو کفاره هم دے.


او مونږ دا په خپلو سترګو وليدل او دا ګواهى ورکوو چې پلار خپل زوئ د دُنيا د خلاصونکى په طور راولېږلو.


او مونږ ته پته ده چې د خُدائ زوئ راغلے دے او مونږ ته يې دا پوهه راکړه چې مونږ هغه وپېژنو څوک چې رښتينے دے، او مونږ په هغۀ کښې يُو څوک چې رښتينے دے يعنې د هغۀ زوئ عيسىٰ مسيح. هغه رښتينے خُدائ پاک او د تل ژوندون دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan