39 د هغه ښار ډېرو سامريانو په عيسىٰ ايمان راوړو د هغه ښځې د ګواهۍ په وجه چې، ”دۀ ما ته هغه هر څۀ ووئيل څۀ چې ما کله هم کړى وُو.“
عيسىٰ دا دولس کسان د دې هداياتو سره ولېږل چې، ”د غېر يهودى قومونو په طرف مۀ ځئ او د سامريانو ښار ته مۀ ننوځئ،
کله چې هغه دوو مريدانو د هغۀ دا خبره واورېدله نو عيسىٰ پسې روان شول.
ډېر خلق چې د مريم سره قبر له راغلى وُو هغوئ چې هغه څۀ وليدل کوم چې عيسىٰ وکړل نو په هغۀ يې ايمان راوړو.
”راشئ، يو داسې سړے ووينئ چې ما څۀ کړى وُو هغه ټول يې راته ووئيل. کېدے شى چې دا مسيح وى؟“
نو خلق د ښار نه راووتل او د عيسىٰ طرف ته روان شول.
ما تاسو ولېږلئ چې هغه فصل وريبئ په کوم چې تاسو څۀ کړاؤ نۀ دے کړے، نورو محنت وکړو او تاسو د هغوئ په محنت کښې شريک شوئ.“
نو کله چې سامريان هغۀ له راغلل نو مِنت يې ورته وکړو چې مونږ سره پاتې شه، نو هغه هلته دوه ورځې ايسار شو.
او هغوئ هغه ښځې ته ووئيل چې، ”مونږ صرف ستا د وينا په وجه په دۀ ايمان نۀ دے راوړے، ځکه چې مونږ اوس په خپله د هغۀ واورېدل او مونږ ته پته ولګېده چې دے په حقيقت کښې د دُنيا خلاصونکے دے.“
نو هغه د سامريې سوخار نومې ښار ته راغلو کوم چې هغه پټى ته نزدې وو چې يعقوب خپل زوئ يوسف له ورکړے وو.
د هغۀ مريدان د خوراک سامان اخستو دپاره ښار ته تلى وُو.