33 بيا مريدانو يو تر بله ووئيل چې، ”ولې چا هغۀ له خوراک راوړے دے څۀ؟“
چې سحر شو نو هغۀ خپل مريدان راوبلل او د هغوئ نه يې دولس کسان خوښ کړل او هغوئ يې رسولان وبلل:
خو هغوئ د هغۀ په دې وينا پوهه نۀ شول ځکه چې د دې مطلب د هغوئ نه پټ وو د دې دپاره چې هغوئ په دې ونۀ رسى او هغوئ په دې حقله د هغۀ نه د تپوس کولو نه هم يرېدل.
په هغوئ کښې يو اندرياس د شمعون پطروس ورور وو چا چې هغه خبرې واورېدې کومې چې يحيىٰ کړې وې نو بيا هغه عيسىٰ پسې روان شو.
او عيسىٰ او د هغۀ مريدان هم وادۀ ته رابللے شوى وُو.
خو هغۀ مريدانو ته وفرمائيل، ”ما سره داسې خوراک دے چې تاسو ته يې هيڅ پته نشته.“