Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 4:29 - Pakistani Yousafzai Pashto

29 ”راشئ، يو داسې سړے ووينئ چې ما څۀ کړى وُو هغه ټول يې راته ووئيل. کېدے شى چې دا مسيح وى؟“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 4:29
12 Iomraidhean Croise  

ټول خلق حق حېران شول او دا خبره خوره شوه چې، ”ولې دا د داؤد زوئ نۀ دے د چا چې مونږ تلاش کوُو؟“


ښځې جواب ورکړو، ”زۀ پوهېږم چې مسح کړے شوے، يعنې مسيح راتلونکے دے. هر کله چې هغه راشى نو هغه به مونږ ته هر څۀ بيان کړى.“


نو ښځې بيا خپل منګے پرېښودو او ښار ته واپس په منډه لاړه او هلته يې خلقو ته ووئيل چې،


نو خلق د ښار نه راووتل او د عيسىٰ طرف ته روان شول.


د هغه ښار ډېرو سامريانو په عيسىٰ ايمان راوړو د هغه ښځې د ګواهۍ په وجه چې، ”دۀ ما ته هغه هر څۀ ووئيل څۀ چې ما کله هم کړى وُو.“


وګورئ، دے دلته کښې ښۀ په ډاګه لګيا دے او هغوئ ورته هيڅ نۀ وائى. ولې داسې خو نۀ ده چې زمونږ مشران په دې خبر شوى وى چې دے په رښتيا مسيح دے؟


خو په ګڼه کښې ډېرو په هغۀ ايمان راوړو او هغوئ وئيل چې، ”کله چې مسيح راشى نو ولې هغه به د دې کس نه زياتې معجزې وکړى څۀ؟“


روحُ القُدس او ناوې وائى چې، ”راشه.“ او هر اورېدونکے دې هم وائى چې، ”راشه.“ او څوک چې تږے وى، هغه دې راشى، او څوک چې يې غواړى، د ژوندون د اوبو نه دې وړيا واخلى.


سموئيل ورته وفرمائيل، ”زۀ پېشګوئې ورکوونکے يم. زما نه وړاندې د عبادت ځائ ته روان شئ. تاسو دواړه به نن ما سره روټۍ خورئ. سبا سحر به زۀ تا ته هغه څۀ وښايم چې ستا په زړۀ کښې وى او تاسو به رُخصت کړم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan